د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل کندهار پر لویې لارې ټکر شوی په لسګونو کسان وژل شوي


په غزني ولايت کې ديوه بس موټرپه ټکر کې لس ګونومسافرو ته تلفات اوښتي دي.
دغه ترافيکي پېښه دغزني په قرباغ والسوالۍ کې دکابل- کندهارد لويې لاري پرسررامنځ ته شوې ده . په پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي دي او۱۶ تنه نورټپیان شوي دي.

دوي ټول له کابل څخه د کندهار پرلورې دتګ په حال کې وو چي دسپرلی بس يې د تودې چينې په سيمه کې له يوې باروړونکې مازدا لارۍ سره ټکر کړی.

دغزني د والي وياند نبي جان وويل چي پېښي سهار وختي رامنځ ته شوه.،،پېښه سهارڅلوربجې رامنځ ته شوې او۱۸پکښي وژل شوي ،۳۰۳ له کابل څخه کندهارته روان وو اويوه مازداموټرچي له کندهارغزني ته راتلی په قره باغ کې يې سره ټکرکړی ،ځيني ټپیان داسي دي چي دمازداموټراړوندسپرلی ده ،،.

دغزني دامنيت امرسمونوال محمدحسين عادل وويل چي پوليسودپېښي قربانيان ولايتي روغتون ته ليږدولي اوقربانيان دکندهارپه ګډون دبیلابيلوولاياتواوسیدونکې دي. د پېښې د قربانیانو د کورنیو سره اړیکې ټینګې شوي دي.

دکندهاردترانسپورت ريس نجيب الله احمدي وايي چي که څه هم له کندهارڅخه دکابل اوهرات پرلوري مسافروړونکووسايطوته د دوی د ادارې له لوري ددغه ډول پېښودمخ نيوي لپاره دوختي تګ اجازه نه ورکول کيږي خوله کابل څخه ولاياتوته بيا دغه اصل په پام کې نه نيول کيږي.

که څه هم له لويه سره ځمکنۍ ترانسپورت دهوايي اوبحري ترانسپورټ په پرتله په ټوله نړۍ کې زيات تلفات لري خو په افغانستان کې بيا داستونزه دوه برابره ده .

روغتيايي کارکونکې وايي چي ترجګړې راوروسته دترافيکي پېښو له کبله دوي ته زيات قربانيان وروړل کيږي .

د نا امنيوله کبله کنډکپرسړکونه ،دموټرچلونکو بې احتياطي ،ترافيکي اصولوته نه درناوی اودترافيک چارواکو بې غوري دترافيکي حادثاتودرامنځ ته کيدو سببونه ښودل کيږي .
XS
SM
MD
LG