د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال د افغانستان کرنیز حاصلات نهه فیصده زیات شوي


چین افغانستان ته یو لړ زراعتي حاصلات ورکړل.
چین افغانستان ته یو لړ زراعتي حاصلات ورکړل.

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي، د تیرو کلونو په پرتله سږکال د افغانستان کرنیز حاصلات له اوو نه تر نهو سلنې زیات شوي دي.

دا څرګندونې د دغه وزارت وزیر اسدالله ضمیر د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې هغې خبري غونډې ته وکړې، چې د چین هیواد له‌خوا د افغانستان له کرنې سره د اتو میلونو ډالرو په ارزښت د کرنیزو وسایلو د مرستې په مناسبت جوړه شوې وه.

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي د دغه هیواد د کرنې له سکتور سره د چین دا مرسته، په تیرو دیارلسو کلنو کې تر ټولو لویه نړیواله مرسته ګڼي او وايي، په دې سره به د افغانستان د کرنې په مدرنه کیدو کې لومړني ګامونه پورته شي.

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزرات چارواکي وايي، د تیرو کلونو په پرتله سږکال د دغه هیواد د غنمو او میوو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د کرنۍ، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر اسدالله ضمیر د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ټولیزه توګه سږکال د افغانستان کرنیز حاصلات له ۷ نه تر ۹ سلنې زیات شوي دي.

ښاغلي ضمیر وویل "که په ځانګړي ډول د غنمو په اړه ووایو، زموږ په شاوخوا نهو ولایتونو کې مازاد غنم شته دي، مازاد یعنې د بزګرانو له اړتیاوو زیات غنم په نهو ولایتونو کې لرو او سږکال د حکومت پلان دا دی په هغو کلیو او ولسوالیو کې چې موږ مازاد غنم لرو په مناسبه بیه له بزګرانو څخه وپيرو تر څو هغوی وهڅول شي په راتلونکو کلونو کې د غنمو په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي، دغه راز، د میوو په برخه کې سږکال زموږ د تولیداتو کچه د تیرو کلونو په پرتله ښه ده."

د چین مرسته

د کرنې وزارت چارواکي په داسې حال کې د دغه هیواد د کرنیزو حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي چې د سې‌شنبې په ورځ د چین هیواد د افغانستان له کرنۍ سره د اتو میلیونو ډالرو په ارزښت د تراکتورونو او نورو کرنیزو اوزارو مرسته وکړه.

دغه هیواد ۳۰۰ تراکتوره، چې ارزښت یې ۸ میلون ډالرو ته رسیږي د افغانستان د کرنې وزارت ته وسپارل.

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وايي د کرنې له سکتور سره دا په تیرو دیارلسو کلنو کې تر ټولو لویه نړیواله مرسته ده.

په مرسته شوو تراکتورونو کې د ریبلو او د شولو د کرلو ۳۰۰ ماشینونه هم شامل دي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر اسدالله ضمیر وویل، ټاکل شوې چې له دغو کرنیزو اوزارو څخه د سمې ګټې اخیستنې لپاره چینايي انجنیران افغان بزګرانو ته روزنه ورکړي.

هغه وویل "یاد شوي ماشینونه افغانستان ته راوړل شوي او لس چینايي انجینران د کرنې وزارت اویا کارکوونکو ته د دې اوزارو د استعمال په اړه روزنه ورکوي."

ټاکل شوی دا تراکتورونه د افغانستان په دیرشو ولایتونو کې پر بزګرانو وویشل شي.

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وايي، دا مرستې به د دې لامل شي چې افغانستان د خپلې کرنې په مډرنه کولو کې لومړني ګامونه پورته کړي.

دغه راز، په کابل کې د چین سفیر دینګ زیجون غونډې ته وویل، هیواد یې له افغانستان سره د کرنې په برخه کې مرستو ته لیواله دی او زیاته یې کړه چې په راتلونکې کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي زیجون وویل د افغانستان ځینې کرنیز تولیدات د چین په بازارانو کې ښه پیرودونکي لري.

هغه وویل "چین او افغانستان په بیلابیلو برخو کې له یو بل سره مرسته کولی شي، د مثال په توګه د افغانستان زعفران په چین کې زیات خوښوونکي لري، موږ افغان سوداګر هڅه‌وو چې چین ته زعفران صادر کړي، او موږ به خپل کارپوهان افغانستان ته ولیږو چې په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي."

چین یو له هغو هیوادنو څخه دی چې په تیرو دیارلسو کلنو کې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړې دي.

خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو له افغانستان سره د چین په مرستو کې زیاتوالی راغلی.

افغان حکومت هم لیواله دی چې چین له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرسته وکړي او دغه هیواد سره ښې اقتصادي اړیکې وساتي.

XS
SM
MD
LG