د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د سویابینو تولید په بې ساري ډول لوړ شوی


عنایت فاني وایي سږکال د افغانستان په ٢٢ ولایتونو کې تر پنځه زره متریک ټنه سویابینو تولیدات ترلاسه شوي دي
عنایت فاني وایي سږکال د افغانستان په ٢٢ ولایتونو کې تر پنځه زره متریک ټنه سویابینو تولیدات ترلاسه شوي دي

د این اي آی په نوم د تغذیې او روزنې یوه نړیواله موسسه چې په افغانستان کې د سویابینو د کښت د رواجولو لپاره کار کوي وایي چې سږکال د افغانستان په دوویشت ولایتونو کې بزګرانو په ۲۴۰۰ هکتاره ځمکه د سویابینو فصل کرلی وو، چې د کر دا اندازه د تیرکال په نسبت ۴۰۰ هکتاره زیاته ده.

د تغذیې او روزنې د نړیوالې موسسې د بازار موندنې د چارو مسول عنایت فاني امریکا غږ ته وویل چې سږکال په تول افغانستان کې ۱۳۰۰۰ بزګرانو په خپلو ځمکو د سویابین کښت کرلی وو.

ښاغلي فاني وویل "د تیرو کلونو په نسبت سږکال مونږ د افغانستان په دوویشت ولایتونو کې تر پنځه زره متریک ټنه سویابینو تولیدات لرل چې دا یو د پام وړپزمختګ ښيي".

ښاغلی فاني وایي چې تیرکال بزګرانو ۲۰۰۰ ټنه سویابین تولید کړي وو.

لږ غوړ لرونکي سویابین
لږ غوړ لرونکي سویابین

د این اي آی موسسه د جنوبي کوریا په مالي ملاتړ اود افغانستان د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزارت په څارنه د تیرو دولس کلونو را په دیخوا په افغانستان کې د سویابینو د کښت د رواجولو لپاره کارکوي.

ددغې موسسې چارواکي وایي چې د افغانستان په څیر یو هیواد کې چې نږدې ۴۱ ٪ ماشومان د خوارځواکۍ نه کړیږي دسویابینو د کښت رواجول ډیر اهمیت لري او دا ځکه چې سویابین ډیر پروتین لري چې د خوارځواکۍ په مخنیوي کې په ځانګړې ډول په کلیوالو سیمو کېمرسته کولای شي.

ښاغلی فاني وایي چې سویابین ۳۸ ٪ پروتین او ۱۸ ٪ غوړي او هم ۹ ډوله مهم منرالونه لري.

د سویابینو کښت په پسرلي کې د غنمو د کر د حاصل وروسته کرل کیږي او بیا په لنډه موده کې حاصل ورکوي، اکثره دغه فصل د دوهم فصل په نوم هم یادیږي.

د تغذیې او روزنې نړیواله موسسه کروندګروته د سویابین تخم او کیمیاوي سره په پور ورکوي، او بیا کله چې سویابین حاصل ته ورسیږي دا موسسه لومړی له بزګرانو خپل پور اخلي او بیا د هغوی حاصل نیم یې بزګرانو ته د هغوی د استفادې لپاره پریږدي او پاتې نیمایې ورځیني په بیعه اخلي.

ښاغلي فاني وویل " ددې لپاره چې دا یو نوی کښت دی مونږ بزګرانو ته په هر جریب ځمکه لس کیلو سویابینو تخم په پور ورکوو او درې ډوله سرې ورته په وړیا توګه ورکوو ، چې بیا پنځوس فیصده حاصلات له هغوی څخه په بیعه بیرته اخلو".

د این اي آی موسسې چارواکي وایي چې په اوسط ډول یو جریب ځمکه تر شپږ سوه کیلو ګرامو پورې سویابین تولیدوي چې دا موسسه یو ټن سویابین له بزګرانو څخه په اوه سوه امریکایي ډالرو اخلي.

دې موسسې تراوسه د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د سویابینو داوړو شپږ فابریکې او سویابینو د غوړو یو فابریکه او سویابینو د لبنیاتو د تولید لپاره درې فابریکې جوړي کړي دي.

دا موسسه بزګرانو ته د سویابینو د کر او نورو مسلو په برخه کې روزنه هم ورکوي.

همدارنګه دغه موسسه افغان میرمنو او نانوایانو ته د سویابینو او غنمو اوړو څخه د ډوډۍ د پخولو طریقي هم ورزده کوی.

د افغانستان د کرهڼي ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د این اي آی موسسې په مرسته به تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان په سیمه کې د سویابینو د تولید په برخه کې په ستر تولیدونکي هیواد بدل شي.

د کرهڼي ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په افغانستان کې د سویابینو د رواجولو یو هدف د ماشومانو د خوارځواکۍ د کچې راټیټول او د بلې خوا په دغه هیواد کې د کوکنارو فصل ته د یو متبادل فصل پیداکول ګڼي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د تیرکال د یوې سروې له مخې په دغه هیواد کې ۴۰.۹ ٪ ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په ۲۰۰۴ کال کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کچه ۶۰.۵ ٪ فیصدو ته رسیدله.

دا وزارت وایي چې په افغانستان کې تر ۴۵ ٪ پورې ماشومان د خوارځواکۍ پورې د مربوطو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

XS
SM
MD
LG