د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: سږکال د اوبو ۲۹ اساسي بندونه جوړوو


د بزګر دودیزه میله د یکشنبې په ورځ د کابل په بادام باغ کې د افغان ولسمشر، د کابینې غړو، لوړپوړو دولتي چارواکو، بزګرانو او خلکو په ګډون، د ویناوو، کرنیزو نندارتونونو او د بزګرانو په مارشونو او ملي اټنونو ولمانځل شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني، چې د کابل په بادام باغ کې د بزرګر د میلې په مناسبت یوې غونډه کې خبرې کولې وویل، چې په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د کرنې لپاره یو ښه بنسټ اېښودل شوی او زیاته یې کړه چې تر راتلونکو درېو کلونو پورې به د بزګرانو په مخ کې ټولې پرتې ستونزې لرې شي.

ښاغلي غني د افغان بزګرانو ستونزو ته په اشارې وویل، افغانستان تر دې مهاله د اوبو د ویش، لیږد، تولید او لګولو په برخه کې بنسټیز کارونه نه دي ترسره کړي او لا هم ددغه هیواد بزګران د اوبو لګولو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

نوموړي زیاته کړه د کرنې او مالدارۍ، اوبو او برېښنا او د کلیو پراختیا وزارتونو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي له امله د افغانستان اوبه ضایع کیږي.

افغان ولسمشر وویل "موږ د زیاتو اوبو خاوندان یو خو له اوبو پرته ژوند کوو، د اوبو د سمون نظام باید سرتاسري شي، زموږ هر بزګر باید پوه شي چې په څوو دقیقو کې ورته اوبه رسیږي، زموږ هدف څه دی، هدف مو دا دی چې باید سږ کال له خیره د ۲۱ نه تر ۲۹ د اوبو د بندونو جوړولو کار پیل کړو. "

دغه راز ښاغلي غني وویل، که اوبه په سمه توګه تر مدیریت لاندې راوستل شي، زیاتې ځمکې به خړوبې شي او زیاته یې کړه چې سږکال به سلګونه زره هکتاره ځمکې د کرنې لپاره چمتو شي.

ښاغلي غني وویل "له دې وروسته هر ښاروال ته دنده سپارو، د نوي کابل لپاره دوه ښې طرحې جوړې شوې دي، چې یو جمعه بازار تاسې ته په قرغه کې جوړ کړي او بل په سروبي کې او اوس چې تاسې غوښتنه کړې زه ورته لارښونه کوم چې د کابل په ۱۴ ولسوالیو او ناحیو کې ورته پلان عملي کړي."

ولسمشر غني د کرنیزو حاصلاتو لپاره د باریک‌ آب د صنعتي پارک جوړولو یادونه هم وکړه او وې ویل، چې د دې پارک په جوړولو سره به د کرنیزو حاصلاتو د خرسلاو په برخه کې د بزګرانو د ستونزو یوه برخه هواره شي.

په همدې توګه ښاغلي غني د برېښنا د تولید په برخه کې له پرمختګونو خبر ورکړ او وې ویل چې سږکال به په افغانستان کې هومره برېښنا تولید کړي چې ساری یې په تیرو سلو کلونو کې لیدل شوی نه وي.

ولسمشر د کرنیزو حاصلاتو یو نندارتون هم پرانیست، چې په کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د بزګرانو کرنیز توکي خرڅلاو او نندارۍ ته وړاندې شوي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر له خلکو څخه وغوښتل چې دغه څلور ورځني کرنیز نندارتون ته ورشي او د کرنیزو حاصلاتو په اخیستلو له افغان بزګرانو څخه ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG