د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان غواړي د بسپنې پیسې ددوی په لاس ولگیږي


د امریکا د ایگزامنر ورځپاڼې چې په واشنگټن کې خپريږي د جولای د دیارلسې په گڼه کې د افغانستان د حکومت د یوه مامور له قوله لیکلي دي، دغه حکومت د بین المللي بسپنه ورکونکو هیوادونو نه غوښتنه لري چې د دوی د ملیاردو ډالرو مرستې دې باید د افغانستان په هغو پروژو ولگولې شي چې دغه هیواد د روانې بیوزلئ او لانجه من حالت نه وباسي.

د امریکا د ایگزامنر ورځپاڼه لیکي، د جولای په شلمه په کابل کې په کیدونکي بین المللي کانفرانس کې د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی به د خپلو بین المللي شریکانو نه وغواړي چې اتیا په سلو کې د پراختیایی او حکومت چلولو لپاره مرستې دې باید په راتلونکو دوو کلونو کې په هغو درویشت ساحو کې چې ددغه کانفرانس لپاره مشخصې کیږي، اختصاص کړي.

ایگزامنر لیکي افغانان د بین المللي ټولنې د بې دریغو مرستو نه خوشاله دي مگر د حکومت مامورین دغه گیله هم لري چې دا پیسې په داسې پروژو لگیدلي دي چې د ملک د اوږدې مودې لپاره په درد نه خوري او نه هم عامو افغانانو ته یې دومره گټه رسولې ده.

ایگزامنر د افغانستان د مالیې د وزیر له خولې لیکي چې خبریالانو ته وايي، زمونږ لپاره د پیسو اختصاص د ډیر اهمیت وړ دی... دا نه یواځې په حکومت کې د قانونمندي غښتلي کیدلو خبره ده، بلکه که چیرې دغه پیسې د حکومت له لارې ولگیږي نو د ملک د لمړیتوبونو په مطابق پرمختگ رامنځ ته کیږي او افغانستان بسیا تو ب خواته روانیږي.

ورځپاڼه لیکي چې د کابل کانفرانس ته د ملگرو ملتو عمومي منشي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، د څلویښتو هیوادو استازي او د موسساتو مامورین گډون کوي.

XS
SM
MD
LG