د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له امریکا څخه هوایي تجهیزات غواړي


دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې متحده ایالتونو تازه افغان پوځ څلور A-٢٩ ډوله جنګي الوتکې سپارلي دي.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې متحده ایالتونو تازه افغان پوځ څلور A-٢٩ ډوله جنګي الوتکې سپارلي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي چې دغه غوښتنه د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار، محمد حنیف اتمراو د امریکا د دفاع وزارت مرستیال د لیدنې په ترڅ کې مطرح شویده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان دولت جګړه ییز چاپېریال ته په کتو چمتو دی امریکايي لوري ته د اړتیا وړ تجهیزاتو یو لیست وسپاري.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې متحده ایالتونو تازه افغان پوځ څلور A-٢٩ ډوله جنګي الوتکې سپارلي دي.

که څه هم متحده ایالتونه په پام کې لري دغه ډول ۱۶ نورې الوتکې افغان لوري ته ورکړي، خو د افغانستان دولت پدې وروستیو کې د خپلو هوايي ځواکونو د سمبالتیا لپاره د سیمې او نړۍ د مرستو را ماتولو لپاره هلو ځلو ته زور ورکړی دی.

له بلې خوا ښاغلي اتمر د ترهګړۍ په ځپلو کې د امریکا له ونډې څخه ستاینه کړې او ويلي چي د افغانستان ولس ددغه هېواد له اقتصادي او پوځي مرستو څخه منندوی دی.

پر همدې حال د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډونالډ هایریس د خپل هېواد هغه ژمنه بیا تازه کړه چې غواړي د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

هایریس ويلي چې هېواد یې حاضر دی، د افغانستان له جګړه ییز چاپیریال او وضیعت سره سم د دغه هېواد هوایي ځواکونو ته د لا ډېرو موثرو تجهیزاتو د ورکړې په اړه غور وکړي.

تردې وړاندې افغانستان په سېمه کې له خپل متحد هندوستان څخه دری۲۵ MI- ډوله جنګي چورلکې ترلاسه کړيدي.

احمد شکیب دوست، د امریکا غږ

XS
SM
MD
LG