د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا وزارت وايي نری رنځ هر کال څه دپاسه ١٣٠٠٠ افغانان وژني


د روغتیا نړیوال سازمان وایي افغانستان د نړۍ په هغو ٢٢ هیوادنو کې دی، چې د نري رنځ پیښې په کې زیاتې دي
د روغتیا نړیوال سازمان وایي افغانستان د نړۍ په هغو ٢٢ هیوادنو کې دی، چې د نري رنځ پیښې په کې زیاتې دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو رپوټ کې ویلي دي چې هر کال په افغانستان کې څه دپاسه ١٣ زره کسان په نري رنځ مري چې ددې جملې نه یې ۵۸ فیصده یې ښځې دي.

د عامې روغتیا د وزارت د وقایوي طب رئیس نجیب الله ساپي امریکا غږ ته وویل چې هرکال څه دپاسه ٦٠ زره کسان تازه د نري رنځ په ناروغۍ اخته کیږي چې دا وزارت یوازې ۶۲ فیصدو ته روغتیایي خدمتونه برابرولی شي.

ښاغلي ساپي وویل د نري رنځ د درملنې لپاره په ټول هیواد کې په مجموعي ډول ١٩٣٧ روغتیایي مرکزونه شته، خو "هر کال په افغانستان کې په هرو سل زرو کسانو کې څلورڅلویښت تنه یې د نري رنځ د ناروغۍ له امله مري".

د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمیرنو له مخې په اوس وخت کې په نړۍ کې هرکال ۱.۵ میلیونه کسان د نري رنځ د ناروغۍ له امله مري.

د دغې ادارې د رپوټ له مخې افغانستان د نړۍ په هغو ٢٢ هیوادنو کې دی، چې په کې د نري رنځ د ناروغۍ پیښې زیاتې دي. نن په ټوله نړۍ کې د نري رنځ د مخنیوي نړیواله ورځ لمانځل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت وایي په افغانستان کې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له امله د نارینو په پرتله ښځې ډیرې د نري رنځ په ناروغۍ اخته کیږي چې د هغوی په وینا یو علت یې د ښو خواړو کموالی دی.

د افغانستان د نري رنځ د مخنیوي د ملي پروګرام مرکز د روغتیایي کارکوونکو د وینا له مخې اوس د پخوا پرتله د نري رنځ زیات شمیر ناروعان دغه مرکز ته مراجعه کوي.

د نري رنځ علامې

د وقایوي طب ریاست وایي هر هغه څوک چې د دوو اونیو لپاره په پرله پسې توګه ټوخی ولري او ټوخی یې په عادي درملنه ښه نه شي او یا هم هغوی چې په ټوخي کې یې بلغم وي یا یې سینه درد کوي، تبه لري او یا هم د شپې له خوا خولې کوي، باید روغتیایي مرکز ته ورشي او ځان معاینه کړي.

ډاکټران وايي چې دا ناروغي د علاج وړ ده، خو په دې شرط چې ناروغ پر خپل وخت ډاکټر ته ورشي او د ډاکټر د سپارښتنو له مخې په خپل وخت درمل وخوري. تبرکلوز یو ساري ناروغي ده.

XS
SM
MD
LG