د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د پېسو د حوالو کاروبار


هغه نهادونه چې پېسې حواله کوي بايد د افغانستان بانک جواز ولري
هغه نهادونه چې پېسې حواله کوي بايد د افغانستان بانک جواز ولري

په افغانستان کې د منظم بانکي سيستم نشتوالی ددې سبب شوی، چې خلک د حوالې له لارې خپلې پېسې انتقال راانتقال کړي.

صرافان افغانستان کې دننه، له بهر نه افغانستان ته او له افغانستان نه بهر ته، د پېسو په انتقال یا حوالې باندې خپل کمیشن او حق اخلي، چې په سلو زرو افغانیو کې شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ راځي.

آيا د پيسو د حوالې لپاره ځانګړې لايحه شته؟ د پولي خدمتونو چمتو کوونکی بايد څنکه د پيسو د حوالې کاروبار قانوني کړي؟

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر د امریکا غږ اشنا ته وويل، هغه نهادونه چې پېسې حواله کوي بايد د افغانستان بانک جواز ولري.

ښاغلي اکبر وویل "زياتې‏‏‏‏‏‏‏‏ حواله کيدونکې پيسې که د ټاکلې اندازې نه ډير وي بايد منبع يې تشخيص شي چې قانوني او غير قانوني حوالې وپيژندل شي."

په کابل کې د سرای شهزاده د صرافانو د اتحاديې وياند عبدالرحمن زيرک وايي "که د افغانستان بانک د لايحې له مخې پيسې له سلو زرو څخه زياتې حواله شي بايد د پيسو د حواله کوونکي پوره هويت اوشميره ولیکل شي، د پيسو مدرک تثبيت او مرکزي بانک ته راپور ورکړل شي. همدغه قانوني حواله بللې شو."

ښاغلي زيرک وویل که پورتنۍ خبرې په پام کې ونه نیول شي، انتقال کېدونکې پېسې قانوني حواله نه بلل کیږي.

د افغانستان بانک د پېسو پر انتقال راانتقال د څار مسولیت لري، د دغه بانک وياند ايمل عاشور وايي د حوالو د جواز، کنترول او نظارت د افغانستان بانک دنده ده.

ده وویل " يواځې په کابل کې٢٧٢ موسسې دي چې د حوالو کاروبار کوي. د هيواد په کچه ٧٣٢ موسسې دي چې کار وباريان يې صرافان نه دي، خو د حوالو کاروبارکوي او د مرکزي بانک په کنترول کې دي."

د سوداګرۍ د خونې د بهرنيو اړيکو د کميسيون مشر اذرخش حافظي بيا د افغانستان بانک له خوا د حوالو نظارت او کنترول ښه بولي، خو اندېښنه لري چې د کنترول په نوم کيداې شي فساد او بډې اخيستو ته لا ښه زمينه برابره کړي.

خو اوس پوښتنه دا پېدا کیږي، چې د حوالو له لارې د ناقانونه پېسو مخنیوی څنګه کېدی شي؟

ايمل عاشور وايي"د پيسو د پريمنځلو - ناقانونه پیسو- ضد قانو پاس کول، د حوالو کاروباريانو ته د روزنيزو ورکشاپونو دايرول، د کاغذ پر مخ د ليکل شوي راپور پرځای الکترونيکې بڼې ته مخه کول او نور هغه فعاليتونه دي، چې د مرکزي بانک له خوا په افغانستان کې د مالي ثبات او مشروع مالي سيستم د رامنځته کولو او فساد له منځه وړلو په خاطر شوي دي."

اقتصاد پوهان پدې نظر دي که په افغانستان کې د پيسو حوالې په سمه توګه کنترول او نظارت شي، له يوې خوا به د تورو پيسو او پانګې د ویستلو مخه ونيول شي چې په اقتصادي ثبات به يي اثر مثبت وي، او له بلې خوا به د اخلي او خارجي پانګوال وهڅيږي، چې په افغانستان کې لا نوره پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG