د لاس رسي وړ اتصالات

نن افغانستان کې د تروریستي پېښو قربانیانو درناوي لپاره ملي ماتم اعلان شوی


په تیرو پنځلس ورځو کې په افغانستان کې په تروریستي پیښو کې تر ۱۸۰ زیات وګړي وژل شوي او تر ٦٠٠ نور ټپیان شوي دي
په تیرو پنځلس ورځو کې په افغانستان کې په تروریستي پیښو کې تر ۱۸۰ زیات وګړي وژل شوي او تر ٦٠٠ نور ټپیان شوي دي

افغان حکومت په کابل، خوست او هرات کې د وروستیو اونیو د پېښو د قربانیانو د درناوي لپاره نن شنبه د غبرګولي شلمه د ملي ماتم د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

د کابل، هرات او خوست د تروریستي پیښو د قربانیانو د درناوي لپاره د افغانستان په دننه او بهر کې د دغه هیواد ملي بیرغ هم نیمه ځوړاند وي.

د روژې د میاشتې له پیل څخه راهیسې په تیرو پنځلس ورځو کې د کابل په ګډون په خوست او هرات ولایتونو کې په بیلابیلو تروریستي پیښو کې له ۱۸۳ زیات وګړي وژل شوي او تر ٦٠٠ نور ټپیان شوي دي.

د دغو پيښو اکثریت یې ملکي وګړي وو، چې ښخې او ماشومان هم په کې شامل دي.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې کې ویل شوي، چې په وروستیو ورځو کې د ترورستي ډلو په بریدونو کې یو شمېر افغانان وژل شوي او ټپيان شوي دي او د افغانستان خلک پدې ورځو کې د خپلو خپلوانو په غم غمجن دي او ددغو ترورستي پېښو د قربانیانو د یاد په درناوي نن د ملي ماتم ورځ اعلانوي.

د ارګ اعلامیه وايي، چې د ملي ماتم په نننۍ ورځ کې به د قرانکریم د ختم مراسم په ارګ کې د ولسمشر غني، قاضي القضات او د پارلمان د مشر په ګډون ترسره شي او د ټول افغانستان د مسجدونو او تکایاوو له امامانو یې غوښتي چې د قرانکریم ختمونه وکړي.

اعلامیه دا هم وايي، چې د افغانستان بیرغ به په ټول افغانستان او په بهرنیو هیوادونو کې په سیاسي استازولیو کې هم نیمه ځوړانده وي.

دا ماتم په داسې حال کې اعلان شوی چې لا هم د کابل ښار په یو شمیر برخو کې د دغو پیښو په مخنیوي کېد افغان امنیتي ادارو د پاتې راتللو له امله د دغو ادارو د چارواکو د کارڅخه د ګوښه کولو د غوښتنې لپاره د اعتراض کوونکو اعتراض دوام لري.

دغو اعتراض کوونکو ارګ سره نږدې د زنبق په څلور لارې کې د خیمې د وهلو ترڅنګ د کابل ښار په اته نورو برخو کې هم خیمې وهلي دي.

د ولسي جرګې یو پلاوی د دغو اعتراض کوونکو د اعتراضیه غونډو د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او اعتراض کوونکو سره په خبرو بوخت دی.

ټاکل شوې چې دا پلاوی به په دې لړ کېنن څه وخت د افغانستان جمهوررئیس سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG