د لاس رسي وړ اتصالات

ځانګړې څارنوالۍ: تیرکال د ۶۲۴ تورنو دوسیې څیړل شوي


افغانستان لا هم په نړۍ کې د مخدره توکو سترو تولیدونکو هیوادونو د لیست په سر کې ځای لري.
افغانستان لا هم په نړۍ کې د مخدره توکو سترو تولیدونکو هیوادونو د لیست په سر کې ځای لري.

د مخدره توکو پر وړاندې د ځانګړې څارنوالۍ چارواکي وایي، دغې څارنوالۍ تیرکال د افغان پوځ د یو جنرال او څلورو بهرنیانو په ګډون د ۶۲۴ تورنو کسانو دوسیې څیړلې دي.

د افغانستان د جرمنو،مسکراتو او مخدره توکو پر وړاندې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي رئیس یارمحمد حسین خیل نن د سه شنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې خبریالانو ته وویل، چې په تیر یوکال کې دغې څارنوالۍ ته ټولې ۵۷۲ د مخدره توکو دوسیې وروړل شوي وې چې ددغه شمیر څخه د ۱۶۲ دوسیې د تورن پرته ورسپارل شوي وې.

ښاغلي حسین خیل وویل " څلور تنه یې خارجي اتباع دي چې د دې له ډلې درې یې د ایران او یوه میرمن د کاناډا د هیواد وه، دولس ښځې دي، شپږدیرش تنه کارمندان د عامه خدماتو دي او یو نفر په تاسف سره ووایم چې زمونږ جنرال هم بالفعله له موادو سره ګرفتار شوی دی ".

یارمحمد حسین خیل وویل، چې د تیرکال څخه هم ۶۴ دوسیې د څیړنې څخه پاتې وې چې په ۱۳۹۴ کال کې دغې څارنوالۍ وڅیړلې چې ورسره په تیرو دولسو میاشتو کې د ټولو څیړل شوو دوسیو شمیر له پنځه سوو پورته دی.

ښاغلي حسین خیل وویل " له هغې جملې څخه په ۵۲۴ دوسیو باندې محاکمو حکم کړی دی، چې درې سوه نهه شپیتوقضیو باندې نهایي حکم صادر شوی دی، چې نهایي شوي دي یوسل او پنځه پنځوس د محاکماتي دوران لاندې دي او اته څلویښت دوسیې په تحقیق او ابتدایي پروسه کې شاملې دي ".

ښاغلي حسین خیل وویل، چې په کابل کې د جرمنو،مسکراتو او مخدره توکو پر وړاندې دځانګړې څارنوالۍ یوازې د مخدره توکو په تور د هغو نیول شوو کسانو دوسیې په کابل کې څیړي چې له دوو کیلو هیروینو، لس کیلو اپینو او د پنځوس کیلو چرسو څخه د زیاتو مخدره توکو سره نیول کیږي.

هغه وویل، چې په تیر یوکال کې د مخدره توکو په تور د نیول شوو کسانو سره د شپږ ټنو زیات هیروین، له یو نیم ټن څخه زیات مورفین او د اوویشتو ټنو څخه زیات اپین نیول شوي دي.

افغان حکومت د مخدره توکو سره د مبارزې لپاره یوه ځانګړې قضایي قوه جوړه کړې چې د مخدره توکو او د مخدره توکو اړوند تورنو دوسیې په کې څیړل کیږي.

افغانستان لا هم په نړۍ کې د مخدره توکو سترو تولیدونکو هیوادونو د لیست په سر کې ځای لري.

تیرکال په دغه هیواد کې ۳۳۰۰ ټنه اپین تولید شوي وو، چې د ۲۰۱۴ کال په نسبت د اپینو په تولید کې اته څلویښت فیصده او د کوکنارو په کښت کې نوولس فیصده کموالی راغلی وو.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې سږکال به د کوکنارو کر او تولید لوړ لاړ شي او که به په خپل حال پاتې شي.

د افغانستان د یو شمیر ولایتونو څخه په ورکړل شوو رپوټونو کې ویل شوي چې په دغه هیواد کې د ناامنۍ په پراخیدو د کوکنارو کر هم د تیرکال په نسبت پراخ شوی دی.

افغان حکومت وایي چې په یو شمیر ولایتونو کې یې د کوکنارو د کر د اړولو لپاره پروګرام ترتیب کړی دی.

د افغانستان په ختیځو، لودیځو او جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو فصل د حمل د میاشتې په وروستیو کې حاصل ورکوي او د ثور د میاشتې تر دوهمې نمیایي دوام مومي.

خو موسم هم د کوکنار د حاصل په رسیدلو کې اغیز لری.

XS
SM
MD
LG