د لاس رسي وړ اتصالات

حمیدزی: د لویو قاچاقوړونکو د خوشې کیدو هڅې کیږي


د کندهار ولایت زندان
د کندهار ولایت زندان

د افغانستان د ولسي جرګې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون وايي چې د نشه يي توکو د یو شمیر لویو قاچاقوړونکي دوسیې د څیړلو لپاره له کابل څخه ولایتونو ته لیږدول شوي او په دې پلمه هڅې روانې دي چې له بند څخه خوشې شي.

د دغه کمیسیون رئیس محمد نعیم لالي حمیدزي امریکا غږ ته وویل، پر افغان حکومت یې فشار اچولی چې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د خوشې کولو مخه ونیسي.

هغه وایي "عمده او غټ قاچاقبر ولایتونو ته د دې لپاره انتقال شول چې دوسیې یې په ولایتونو کې وڅیړل شي، چې اوس د خوشې کیدو په حالاتو کې دي، موږ پر حکومت باندې دا فشار اچولی چې داسې قاچاقبر خوشې نشي."

ښاغلي حمیدزي د کندهار له محبس څخه د لعل جان په نوم د یو لوی قاچاق وړونکي خوشې کیدل د دا ډول هڅو یوه نمونه وبلله او زیاته یې کړه " نوي حکومت له موږ سره دا ژمنه کړې ده، هغه څوک چې په مخدره موادو باندې واقعي تورن وي او قاچاقبر وي هغه ته به د افغانستان له قوانینو سره سم سزا ورکوي او هغه پيسې چې دوی د مخدره موادو له لارې ترلاسه کړي دي هغه باید کنګل شي او د افغانستان حکومت په واک کې ورکړل شي."

بلخوا د جرمنو مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدليي او قضایي مرکز د څارنوالۍ رئیس یار محمد حُسین خیل وايي د لعل جان دوسیه اوسمهال د ملي امنیت د څارنوالۍ تر څیړنو لاندې ده "هغه له مرکزي محبس څخه خوشې شوې نه دی، د کندهار له محبس څخه خوشې شوی، د هغه دوسیه اوسمهال د ملي امنیت په څارنوالۍ کې تر څیړنو لاندې ده چې چا، څه ډول او له کومو لارې هغه خوشې کړی دی."

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي چې له بند څخه د لویو قاچاقوړونکو د خوشې کیدو موضوع هغوی ته د اندیښنې وړ ده.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي وايي چې د لویو قاچاقوړونکو خوشې کیدل د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ژوند ته ستر ګواښ دی.

ښاغلي احمدي وویل، د ملي یووالي حکومت ته په کار ده چې له بند څخه د لویو قاچاقوړنوکو د خوشې کیدو د مخنیوي لپاره نوی میکانیزم جوړ کړي "د افغانستان د ملي یووالي له دولت او د نظام له رهبرۍ څخه غواړم، لکه څنګه چې نشه يي توکي د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ او ننګونه شمیرل کیږي، د نشه يي توکو د لویو قاچاقوړونکو په نیولو کې او د نشه یی تکو د کروندو په له منځه وړلو کې زموږ ملاتړ وکړي او هڅه وکړي یو داسې میکانیزم جوړ کړي چې له دې وروسته د خطرناکو او لویو قاچاقوړونکو د خوشې کیدلو زمینه برابره نشي."

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال له پیل څخه تر اوسه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د قاچاقوړونکو د نیولو لپاره په ټول افغانستان کې ۱۹۶۵ عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې یې د نشه يي توکو ۲۰۲۰ قاچاقوړونکي د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې نیولي دي چې په کې ۶ لوی قاچاقوړونکي هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG