د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي پوځ په یونیفورم کې یوه کسه پر ایتلافي ځواکونو برید کړی


ناټو وايي چې یوه کس چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و پر ایتلافي ځواکونو باندي یې برید کړی دی او یو کس یې په کښي وژلی دی. دغه پېښه نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې رامنځ ته شوې ده او ایتلافي ځواکونو برید کونکی په ځوابي ډزو کې وژلی دی.

دغه پېښې پر نړیوالو ځواکونو باندي د هغو کسانو د بریدونو د لړۍ وروستۍ پېښه ده چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی وي.

بل پلو، ناټو وايي چې نن د یکشنبې په ورځ یې د افغانستان په ختیځ کې درې سرتیري د سړک غاړې د بم د چاودنې له مله وژل شوي دي. تر اوسه پوري د دې برید په هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دغه راز د طالبانو دوه قوماندانان او درې تنه یاغیان د جمعې په ورځ د ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي. د ناټو په بیانیه کې راغلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې یې یو د طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان و چې د فاریاب په ولایت کې به یې د ناټو او افغان ځواکونو پرضد د سړک غاړې بمونه تنظیمول.

بل کس هم یو کښته رتبه طالب قوماندان و چې د قاضي دنده یې درلوده او پر ملکیانو باندي به یې د طالبانو قوانین پلي کول او هغوي ته بی سزا ورکوله.

XS
SM
MD
LG