د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست د ملي اردو چارواکي وايي چې د بیارغونې په کارونو کې هم مرسته کوي


آرشیف
آرشیف
په خوست کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې غواړي له دې وروسته له خلکو سره د بيارغونې په کارونو کې هم د خپل توان له مخې مرسته وکړي.

محمدشاه د خوست د مندوزيو ولسوالۍ د دروي خېلو د سيمې اوسېدونکی دی. هغه وايي، چې د دوي سيمه د خوست له نورو سيمو څخه د يوه لوی خوړ په وسيله جلا کېږي، چې څه موده مخکې يې پُل هم نه درلود. محمد شاه وايي، چې اوس د ملي اردو ځواکونو د ياد شوي خوړ پر سر يو لوی پُل جوړ کړ او د دوي سيمه يې د خوست له نورو سيمو سره د دغه پله په وسيله وتړله.

هغه زياتوي، چې تر دې وړاندې د بارانونو پر وخت د سيلابونو له امله د دغې سيمې د تګ راتګ اړيکې په ساعتونو پرې وې، خو اوس دغه مشکلات له منځه لاړل.

،،اوس چې موږ ته پُل جوړ شو، موږ ته ډېرې اسانتياوې پيدا شوې، په دې پله باندې د ورځې شاوخوا اووه سوه کسان تګ او راتګ کوي، مخکې موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ وو. مخکې به، چې کله اوبه راغلې، نو د ښوونځي زده کوونکي به هم پاتې کېدل او ناروغان هم مکتب ته نشوای تللای،،.

حاجي طاهر خان د مندوزيو د يادې شوې سيمې يو بل تن اوسېدونکی دی. هغه وايي، چې د اوړي په موسم کې د سيلابونو پر مهال به يې زيات مشکلات ګالل او ناروغان به يې روغتون پر وخت نه رسېدل. ،،کله به، چې باران شو نو ټوله ورځ به مو تر ماښامه د خوړ په غاړه تېره کړه، موټر به هم نشو پورې کيدلی او کله کله به مو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ له لارې خپلې کلي ته راتللو، اوس د خدای مهرباني ده، دا مشکلات مو حل شول،،.

هغه همدارنګه وايي، چې تر ټولو مهم دا ده، چې د ښوونځي زده کوونکي اوس پرته له کوم ستونزې ښوونځي ته تګ راتګ کوي او حال دا، چې مخکې به زده کوونکي په ورځو ورځو ښوونځي ته نشو تللای.

په خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال محمد ناصر هدايت وايي، چې دغه پُل يې د يادې شوې ولسوالۍ د قومي مشرانو په غوښتنه او په دې برخه کې د مشکلاتو پر اساس جوړ کړ.

هغه زياتوي، چې د دې پله په وسيله د يادې شوې سيمې شپږ لوی کلي ښار ته د تلونکي عمومي سړک سره ونښلول شول او اوس کولای شي، چې ټولې اړتياوې په وخت رفع کړي. هغه په دې برخه کې داسې وايي: ،،د مندوزيو د دروي خېلو سيمه، چې شپږ کلي لري د خوست له مرکز سره د يو خوړ په وسيله جلا کېږي، چې د دې سيمې خلک د سيلابونو پر مهال له مشکلاتو سره مخ کېدل، لارې يې تړل کېدې او حتی زده کوونکي ښوونځي ته نشو تللای. د سيمې د مشرانو په غوښتنه مو دغه پُل په اساسي ډول جوړ کړ،،.

د سيمې خلک د املي اردو د دې کار له امله زيات خوښ ښکاري او غوښتنه يې دا ده، چې د خپل وس له مخې د خلکو نورې ستونزې هم حل کړي، خو د ملي اردو چارواکي وايي، چې د خلکو د خدمت لپاره هر کار ته تيار دي.

ابراهیم رحیمي-خوست
XS
SM
MD
LG