د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان طبعي پېښو سره مبارزې کې د چین مرسته وغوښته


افغانستان له چین څخه غوښتي چې د طبیعي آفتونو سره د مبارزې او د بشري مرستو د ښه مدیریت په برخو کې ورسره مرسته وکړي.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د دولت وزیر ویس برمک وايي، په دغه هیواد کې د طبیعي آفتونو پر وړاندې د اغیزناکې مبارزې او د بشري مرستو د ښه مدیریت لپاره یې د چین له حکومت څخه د تخنیکي او مالي مرستو غوښتنه کړې او ژر به دواړه خواوې په دې برخه کې هوکړې ته ورسیږي.

ښاغلي برمک د شنبې په ورځ ( مۍ ۱۳) په کابل کې د چین له سفیر یو جینګ سره یوې ګډ خبري کنفرانس ته ته وویل چې چین ته یې په خپل وروستي سفر کې د هغه هیواد د طبیعي پیښو پر ضد د مبارزې د ادارې له مسولینو سره د لیدلو پر مهال په څلورو مشخصو برخو کې له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي برمک وویل "موږ هیله لرو چې دواړه هیوادونه د پیښو د مدیریت د سکتور او د بشري مرستو په برخه کې لږ تر لږه د لسو کلونو لپاره د همکاریو هوکړه لیک په نږدې راتلونکې کې لاسلیک کړي، دا مرستې به په څلورو برخو کې وي، لومړۍ مو وړاندیز کړی چې موږ د چین په مالي او تخنیکي مرستې او د افغانستان د حکومت له بودیجې څخه په دغه هیواد کې د پیښو د مدیریت یو ملي مرکز جوړ کړو او همدا راز په راتلونکې کې د افغانستان له خلکو سره د چین د بشري مرستو دوام، په دې برخه کې د نوې ټکنالوژۍ او وسایلو مرسته او په ورته وخت کې د روزنیزو پروګرامونو برابرول، په دغو برخو کې مو له چیني چارواکو سره خبرې کړي".

په کابل کې د چین سفیر یو جینګ وویل، هیواد یې د طبیعي پیښو پر ضد د مبارزې په برخه کې، په ځانګړې توګه افغانستان ته د راستنیدونکو مهاجرینو او کورني بې‌ځایه شویو لپاره د مرستې رسونې په برخو کې له افغانستان سره هر راز همکاریو ته چمتو دی.

ښاغلي یوجینګ وویل، چین له طبیعي آفتونو سره د مبارزې او زیانمنو کسانو ته د بشري مرستې رسولو په برخه کېپراخه تجربه لري او زیاته یې کړه، چې افغانستان د یو ګاونډي هیواد په توګه د چین د بشري مرستو په لومړیتوب کې ځای لري.

هغه وویل "د یو ګاونډي په توګه زموږ دنده او مسولیت دی، چې خپلو مرستو ته پراختیا ورکړو، له تیر یو کال راهیسې زیات شمیر مهاجرین له بهر څخه افغانستان ته راغلي او دغه راز، د یو شمیر کورنیو لاملونو له وجې زیات شمیر افغانان په کور دننه بې‌ځایه شوي دي، موږ په دې باور یو چې دوی ټول زموږ مرستو ته اړتیا لري".

په همدې حال کې د شنبې په ورځ چین له افغانستان سره د ۵۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د وریژو د مرستې اعلان وکړ.

ښاغلي یوجینګ له طبیعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د دولت له وزیر سره د دغو مرستو د هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال وویل، چې دا مرستې به افغانستان ته د راستنیدونکو مهاجرینو او کورني بې‌ځایه شویو ته ورسول شي.

افغانستان کې هر کال په طبعي پېښو کې یو شمېر کسان وژل کیږي، ژوبل کیږي او ډېرې کورونه او فصلونه هم ویجاړیږي.

XS
SM
MD
LG