د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي چې د افغانستان په جنوب کې د سړک غاړې د بم د چاودنې له امله شپږ کسه د پولیسو افسران وژل شوي دي.

د ارزګان د ولایت ویاند عبدلله حمت وايي چې پولیس پرون د یکشنبې په ورځ په یوه پیک اپ موټر کې روان وو چې موټر یې پر چاودیدونکو موادو وربرابر شو. نوموړي د پېښې په هکله نور جزیات ورنکړل.

په عین حال کې د ایټالیا ددفاع وزارت وايي چې نن د دوشنبې په ورځ یې د افغانستان په ختځ کې یو عسکر وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د محلي پولیسو ویاند رووف احمد وايي چې ایټالوی سرتیری وروسته له هغه نه ووژل شو چې د ترسد په منار کې یوه لاسي بم سهواْ وچاودید. احمد وویل چې په پېښه کې د کوم برېد نښه نښانې نه معلومېدلې

XS
SM
MD
LG