د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني په ولایت کې د بس موټر پر ماین اوښتی


د افغانستان په جنوب کې چارواکي وايي چې یو بس موټر د سړک غاړې پر یوه بم باندي وربرابر شوی دی، لږ تر لږه ۵ کسه په کښي وژل شوي دي چې ښځې او ماشومان هم په کښي شامل دي.

دغه برید د غزني په ولایت کې شوی دی او په کښي ۱۱ کسه ټپیان شوي هم دي. دغه بس موټړ د کابل څخه د کندهار په خوا روان وو.

په روغتون کې د ټپي شویو کسانو نه یوه یې د رویټریس خبري آژانس ته ویلی دي چې کله دوي سیمې ته ورورسیدل نو ایتلافي ځواکونو ورته خبرداری ورکړ چې پر دې لار دي نه ځي خو ډریور یې پر خبره غوږ ونه نیوی.

تعبیه شوي چاودیدونکي توکي او د سړک غاړې بمونه د یاغیانو یو عام تاکتیک دی چې غواړي افغان او د ناټو ځواکونه په نښه کړي خو دوي اکثره خپل هدف خطا کړي او پرځای یې بې ګناه ملکي افغانان ووژني.

د یکشنبې دورځې د برید پړه هېچا په غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG