د لاس رسي وړ اتصالات

غني د کابل د برید په اړه د پاکستان د لوی درستیز سره خبرې وکړې


د تازه معلوماتو پر اساس د کابل د امریکایي پوهنتون په برید کې ١٣ تنه وژل شوي

د تازه معلوماتو پر اساس د کابل د امریکایي پوهنتون په برید کې ١٣ تنه وژل شوي

جمهور رئیس غني د تیرې شپې د حملې په اړه د پاکستان د لوی درستیز سره خبرې وکړې

د افغانستان امنیتي ادارو ویلي دي چې پر امریکایي پوهنتون باندې حمله د پاکستان له خاورې اداره کیده.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امینت د شورا د غونډې په ترڅ کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راحیل شریف سره تلیفوني خبرې وکړې.

د ارگ یوه مطبوعاتي اعلامیه وایي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا فوق العاده غونډې د افغانستان پر امریکایي پوهنتون د چارشنبې د شپې د تروریستي حملې جزئیات نن د پنجشنبې په سهار وڅیړل.

د تازه او وروستیو معلوماتو پر اساس په دغه حمله کې ١٣ تنه وژل شوي چې په کې یو استاد، اوه تنه محصلین، د پوهنتون دوه تنه امنیتي ساتونکي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو درې منسوبین شامل دي او ۹ پولیس او ۳۶ تنه محصلین او د پوهنتون کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د ارگ اعلامیه همداشان وایي "د اسنادو څیړنه او د ملي امنیت د عمومي ریاست موثق اسناد ښیي چې حمله د ډیورنډ کرښې په بلې غاړې کې تنظیم شوی وه او له هغه ځایه اداره کیده ".

د ملي امنیت شورا د غونډې په ترڅ کې جمهور رئیس غني د پاکستان د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره په ټلیفوني تماس کې د هغو تروریستانو پر ضد د جدي او عملي اقداماتو غوښتنه وکړه، چې دا حمله یې سازمان کوله.

دغه اعلامیه دا هم وایي چې په مقابل کې جنرال شریف ژمنه وکړه، چې د موضوع له څیړلو وروسته به د افغانستان لوري ته د اقداماتو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.

په دې ترڅ کې د پاکستان حکومت د یو پیغام په خپرولو، سره په امریکایي پوهنتون باندې حمله غندلې او هغه یې "ظالمانه ترهگریزه حمله" گڼلی ده او د افغانستان د حکومت او خلکو په ځانگړې توگه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرگنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG