د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ سرتیري له لاس ورکړي


په افغانستان کې ایتلافي ځواکونو وايي چې پرون د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کې ښپږ د ناټو سرتیري وژل شوي دي. دا د یوې اونۍ په موده کې دریم دغه راز برید برید دی چې د ناټو پر ځواکونه کېږي. خو تیر ۲۴ ساعته په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو دپاره خونړي وو.

دواړې پېښې د هلمند په ولایت کې شوي دي. یوه یې د هغه کس له خوا شوې چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی وو او بله یې هم د یوه افغان ملکي کارمند له خوا شوې ده.
لومړی برید د سنګین په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی چیري چې دافغان پولیسو یوه افسر درې امریکايي سرتیري د ماښام ډوډۍ ته رابللي وو او وروسته یې هغوي ووژل. بل برید هم د هلمند ولایت په یوه نظامي مرکز کې شوی او په ترڅ کې یې یوه ملکي افغان کارکونکي درې د ناټو سرتیري وژلي دي.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي دي چې پولیس برید کونکی د برید نه وروسته د طالبانو سره یوځای شوی دی.

په افغانستان کې ناټو د ځواکونو ویاند برید جنرال ګنتر کتز د پېښې په هکله داسي وايي: ،،درې امریکايی سرتیری د هغه کس له خوا وژل شوي دي چې د افغانستان یونیفورم یې اغوستی وو. مونږ لا نه پوهېږو چې هغه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو مربوط وو که نه. په دې هکله مو پلټنې پیل کړي دي.،،

ځینو کارپوهانو ددغه راز بریدونو د زیاتوالی په هکله اندېښنه څرګنده کړې. د امریکا د پوځ یو متقاعد جنرال پیتر چارلي چې اوس د مشاور په توګه کار کوي داسي وايي،،پرته له شک دغه راز بریدونه د دواړو خواوو ترمنځ اعتیبار اغیزمن کوي.،،

خو په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ویاند برید جنرال ګنتر کتز بیا وايي چې دغه راز بریدونه د مجموعي وضیعت استاځیتوب نه کوي. ،،اجازه راکړیْ چې یوه خبره ډیره واضیح کړم. هغه دا چي دغه راز بریدونه په هیڅ ډول نشي کولای چې په افغانستان کې د مجموعی وضیعت استاځیتوب وکړي. اوس مهال د پنځو لکو شاوخوا افغان ملي امنیتي ځواکونه او د ناټو ځواکونه اوږه په اوږه د یوه بل سره کار کوي او پر یوه بل اعتماد او د همکارۍ حس زیاتوي ترڅو وشي کړای چې ددې هیواد دپاره یوه ښه راتلونکې برابره کړي او پر یاغیانو باندي فشار راولي.،،

د ناټو ویاند ددغه راز حملو لامل شخصي مسایل وګڼل. ،،مونږ چې څه تحقیقات کړي دي دا ښيي چې دغه راز پېښې یا د شخصي خفګۍ له امله او یا هم هغه مهال رامنځ ته کېږي چې برید کونکی د فشار لاندي وي.،،
دغه برید د هغو بریدونه د لړۍ وروستی پېښه ده چې د ناټو پر ځواکونو باندي یا د افغان ملي امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې د ملبسو یاغیانو له خوا کېږي او یا یې هم افغان ملي امنیتی ځواکونه په خپله کوي.

سږ کال تر اوسه پوري په ۲۱ دغه راز بریدونو کې ۳۰ ایتلافي ځواکونه وژل شوي دي په داسی حال کې چې په کال ۲۰۱۱ کې په یوولسوو بریدونه کې ۲۰ عسکر وژل شوي وو.
ددغه راز بریدونو شمیر په کال ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کې په مجموعي ډول څلور وو او ټولټال په کښي ۴ د ناټو عسکر ووژل شول.
XS
SM
MD
LG