د لاس رسي وړ اتصالات

یو نوي ګمارل شوي افغان پر خپلو امریکايي ملګرو باندي ټوپک رااوړلی دی دوه کسه یې په کښي وژلي دي.یادشوي پولیس څو دقیقې وروسته له هغه نه چې د لمانځنې د مراسمو وروسته هغه ته وسله ورکړل شوه، په دې کار باندي لاس پوري کړی دی.

ناټو وايي چې دغه پېښه نن د جمعې په ورځ د افغانستان په لویدیځ کې د فراه په ولایت کې رامنځ ته شوه. ایتلاف وايي چې دغه برید کونکی وویشتل شو او ووژل شو.

دا د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا پر نړیوالو ملګرو باندې دبریدونو دلړۍ وروستۍ پېښه ده چې وشوه.

د فراه ولایت د پولیسو آمر آغا نور کیمتوز خبریالانو ته وویل چې دغه افغان سرتیری محمد اسماعیل نومیدی چې د روزنې پر مهال یې خپل وسله پر خپلو روزنکو راواړوله او هغوي یې وویشتل. افغان چارواکي وايي چې برید کونکی په دې ورستیو کې د افغان پولیسو سره یو ځای شوی وو.


د ناټو ویاند وايي چې یو بل افغان سرتیري د افغانستان د کندهار په ولایت کې پر بهرنیوو ځواکونو برید کړی دوه تنه بهرنیان او یو افغان یې ټپيان کړي دي. دغه سرتیری هم وویشتل شو او وروسته له خپلو زخمونو نه مړ شو.

تیره اونۍ هم ۶ امریکايي سرتیري په دوو بیلابیلو بریدونو کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا یا د هغو کسانو له خوا چې د دوي یونیفورم یې اغوستی وو، وویشتل شول او ووژل شول.


سږ کال لږ تر لږه ۳۹ بهرني سرتیري په دغه راز بریدونو کې وژل شوي دي.


د ناټو ویاند برید جنرال ګنتر کاتز وویل چې دغه بریدونه په افغانستان کې د مجموعي وضعې استاځیتوب نه کوي او نه هم د امنیت د انتقال پر بهیرباندي کومه اغیز لري.
خو د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا دا تایید کړې چې ددغو حملو له جمع نه ښايي په ځینو کې یې د طالبانو لاس وي. هغه د روانې اونۍ په پيل کې خبریالانو ته وویل چې حقیقت دا دی چې طالبان په دې نه دي توانیدلي چې کومه سیمه ونیسي نو پرځای یې دغه تاکتیک خپل کړی دی چې یوه ګډوډی رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG