د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د جلال آباد په هوايي اډې ناکامه حمله کړې


یو افغان ملي سرتیری د جلال آباد د هوايي ډګر دباندي امنیتي وضع څاري.

یو افغان ملي سرتیری د جلال آباد د هوايي ډګر دباندي امنیتي وضع څاري.

افغان چارواکي وايي ځان ووژونکو بم چوونکو نن د یکشنبې په سهار د افغانستان په ختیځه سیمه کې د امریکا او ناټو په هوايي اډې حمله وکړه.

چارواکي وايي دغو ځان وژونکو د جلال اباد د هوايي ډګر د دروازې نه د باندې دوه موټر بمونه وچول او څو نورو حمله کوونکو هڅه وکړ چې یادشوې اډې ته ورننوځي.

دغه چارواکي وایي یو افغان امنیتي مامور ووژل شو او څو تنه نور ټپیان شول. فکر کیږي چې نور مړي د بم چوونکو حمله کوونکو وو.
یو محلي پولیس وویل د حملې په ځای کې څو نور مړي هم پراته وو.

مقامات وايي دغه حمله دوه ساعته روانه وه خو هیڅ یاغي و نه شو کړی چې دغې بین المللي هوایي اډې ته ننوځي. طالبانو ویلي دي چې دا حمله دوي کړیده.
XS
SM
MD
LG