د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي چې دکنړ په ولایت کې دایتلاف په هوايي بمبارۍ کې 11 ملکیان چې په هغو کې لس ماشومان شامل دي، وژل شویدي. رپوټ وايي دغه بمباري د طالبانو خلاف شوې وه.

په کنړ کي د حکومت چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې په دغه هوايي برید کې یو کور چې د پاکستان سرحد ته نیژدې دی، په نښه شوی و. په بمبارۍ کې لږ ترلږ شپږ تنه افراطیان وژل شویدي. په دغو مړیو کې دوه جگپوړه طالب قوماندانان هم شامل دي.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وویل چې شپږ تنه طآلبان په دغو عملیاتو کی په سنو دره او شیلټن کليو کې ووژل شول. په دغو کسانو کې دوه قوماندانان علی خان او گل روف هم شامل وو. رپوټ وايي چې دا دوه کسان ددغه برید پلان جوړوونکي او عملي کوونکي وو.
XS
SM
MD
LG