د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې چاودنې 13 بې ګناه ملکیان وژلي


دافغانستان په جنوب کې پرملکی خلګو دسړک دغاړي په ماین چاودنه کې تر۱۰زیات ملکي کسان وژل شوي. په وژل شویوکسانوکې لویه برخه ماشومان اومیرمني دي.

د کندهارد معروف او ارغستان والسوالیو ترمنځ پرغځېدلې لویه لارې د (وام ) په دره کې د ماین خونړۍ چاودنه شوې چې ۱۳ تنه ملکي کسان په کښي وژل شوي او۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

پېښه دقیقآ دغرمې پرڅه باندې ۱۲ بجو باندي رامنځ ته شوې،خو دغرنيواوخامه لاروله کبله د پېښې قربانیان دماپښين تر۳ بجوپوري دپېښي په سیمه کې وو.
په وژل شویو کسانو کې ۴ نارینه ،۴ ښځي او۵ ماشومان شامل دي اوپه ټپیانوکې هم ښځي اوماشومان دي .

دوي ټول دوې ورځي مخکې په ورته پېښه کې دخپلو ۳ تنووژل شویو دوستان ود فاتحې لپاره له سپین بولدک ولسوالۍ څخه ارغستان ته روان وو چی دسپرلۍ بایپورموټر يې دسړک دغاړي پرماین وربرابر شو.

دکندهاردامنيه قومندانۍ ویاند غورځنګ افریدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چي په ټپیانوکې هم د۲ تنوماشومانوروغتیايي وضیعت داندېښنې وړدی. ،، نن غرمه پردولس نیموبجو د ملکي خلګو یو بایپورموټرله سپین بولدک څخه ارغستان ته روان چي دوې ورځي مخکې هلته یوبل ماین په چاونه کې ۳ ملکي خلګ وژل شوی وو او دوي دهغوی فاتحې ته روان وو چي په وام دره کې پردغوکسانوهم د ماین چاودنه وشوه ،، .

دپېښي ټپیان د نظامیانوله لوري دکندهارهوايي ډګرته لیږدول شوي خو د ځیوروغتیايي حالت پکښې داندېښنې وړ ښودل شوی .

بشري فعالین هم له دې کبله اندېښمن دي او د ولسي وګړو پرمصئونیت ټینګارکوي.

په جنوب کې دبشري حقونو د سیمه ييز دفترکمېشنر شمس الدین تنویروايي چي دماینونوتولید اوکارونه له ټولوبشري نورمونوخلاف عمل دی اوپه جنوبي ولایاتونو کې له دې کبله د ملکي خلګومرګ ژوبلي دوي سخت په اندېښنه کړي دي. ،،دماینونوجوړول پخپله یوجنایت دی اوپدې کې دولسی خلګومړینه یوبل جنایت دی ،موږ د بشري حقونوخپلواک کمیسیون دا په کلکه غندو،، .

امنیتي مقامات د پخوا په څیر دا ځل هم د دولت وسله وال مخالفین دپېښي عامل بولي، خوخپله وسله والوطالبانو پدې اړه رسنیوته څه ندي ويلي.

ډیري کتونکي ددولت د وسله والو مخالفینوله لوري تعبیه شوي بمونه د یوه مهم جګړیز عنصر په توګه یادوي چي په وینا يي ډیری وختونه يې ملکی خلګ قرباني وي.

عزیزالله پوپل- د امریکا غږ - کابل
XS
SM
MD
LG