د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حملې پای ته ورسیدلې- افغان ځواکونو ستاینه ترلاسه کړه


افغان چارواکي وايي چې پر پلازمېنې کابل او درو نورو ولایتونو باندي د ۱۸ ساعتونو جګړه نن د دوشنبې په ورځ سهار وختي هغه مهال پای ته ورسیدله چې افغان ملي امنیتي ځواکونو چې د ناټود هلیکوبترو له خوا یې ملاتړ کیدو په کابل کې یې پر هغې ودانۍ باندي برید وکړ چې یاغیان په کښي پټ وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمد نن د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په عملیاتو کې ۳۶ یاغیان ووژل شول. دغه بریدونه پرون د یکشنبې په ورځ په پلازمینې کابل او درو نورو ښارونو کې پیل شول. ښاغلي محمدي وویل چې په بریدونو کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ۸ غړي او درې ملیکان هم وژل شوي دي.

د جګړې د ختمیدو خبر څو ساعته وروسته له هغه نه خپور شو چې د کابل اوسیدونکي د دویم ورځې جګړې او د چاودنو آوازونو ته د خوب راکښینستل.

افغان چارواکو سهار وختي وویل چې افغان امنیتي ځوکونو پر هغه ودانۍ باندي بریدونه وکړل چې د کابل په ډیپلوماتیکي ساحه کې موقعیت لري. یاغیانو د دې وادنۍ نه پرون د یکشنبې په ورځ یو لړ هم مهالي بریدونه پیل کړل.

حمله کونکو د افغانستان د پارلمان ودانۍ، د ناټو قومانداني او هغه ساحه په نښه کړه چې د امریکا جرمني او بریتانیې سفارتونه په کښي موقعیت لري. د ځانمرګو بریدونو وروسته یو لړ شدید ډزې او راکټي بریدونه پیل شول. آسمان ته دودونه پورته کیدل. په داسي حال کې چې افغان ملي امنیتي ځواکونه د وسلو سره سړکو ته راووتل چې امنیت تامین کړي، د سیمې اوسیدونکو هڅه کوله چې د خطر د ساحې نه ځان وباسي او یا خوندي سي.

یاغیانو دغه راز درې نور ولایتونه ننګرهار، پکتیا او لوګر هم په نښه کړل. طالبانو ددغو حملو پړه په غاړه اخیستې ده.

لویدیځو سفارتخانو ویلي دي چې د دوي د کارمندانو له ډلې نه هیڅوک هم په دغو بریدونو کې ژوبل شوی نه دی.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان ستر جنرال جان الن د افغان ملي امنیتي ځواکونو د چټک او منظم غبرګون ستاینه وکړه.

د ناټو ویاند جنرال کارستن جکوبسن وویل چې چې یاغیانو پر اهدافو باندي برته له دینه چې د ملکیانو تلفاتو ته ځیر شي بریدونه کول . نوموړي زیاته کړه چې د دوي هدف دا نه و چې نظآمي بریا ترلاسه کړي بلکې هدف یې دا و چې مشهوره شي.

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلنیټن په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر ته د ټلفون له لارې د خبرو پر مهال دغه حملې بزدلانه وبللې. میرمن کلینټن غوښتل چې په سمیه کې وضیت وڅاري.

په داسي حال کې چې ایتلافي ځواکونه چمتوالی نیسي چې د افغانستان څخه خپلې قواووې وباسي او افغان ملی امنیتي ځواکونو ته امنیتي مسولیت وروسپاري، په افغانستان کې تشدد ادامه لري.

د امریکا د سي ان ان سره د یوې تلویزوني مرکې پر مهال په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر وویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونو پرونیو حملو ته په ډیر مسلکي ډول ځواب ووایه.

په عین حال کې د امریکا متحده ایالات او افغانستان پر دې باندي کار کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او ستراتیژیکو اړیکو سند لاس لیک کړي چې په لړ کې به یې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې ټولې بهرنۍ قواووې ددغه هیواد څخه ووځي، د امریکا د حضور څرنګوالی تعریف شي.

XS
SM
MD
LG