د لاس رسي وړ اتصالات

لویې څارنوالۍ د دوستم د محافظینو د نیولو امر کړی


د جمهوري ریاست په لومړي مرستیال د بشري حقونو د سرغړاونو تورو هم لګیدلی
د جمهوري ریاست په لومړي مرستیال د بشري حقونو د سرغړاونو تورو هم لګیدلی

د افغانستان لوی څارنوال د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د نهو محافظینو د نیولو امر ورکړی. په هغوی دا تور دی چې د ښاغلي دوستم د سیاسي رقیب ، احمد ایشچي یې تښتولي او جنسي زور زیاتی یې ورسره کړیدی.‌

د وال سټریټ ژورنال ورځپانه چې د امریکا نه خپریږي،‌ په یوې مقالې کې لیکلي دي چې د افغانستان لوی څارنولۍ د عبدالرشید دوستم دغو محافظینو ته درې ځله جلب لیږلی و چې د تحقیقاتو لپاره دې ورشي.‌ لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي چې د دوشنبې په ورځ یې د هغوي د نیولو امر ورکړی.‌

د افغانستان لوی څارنوال حمیدي وایي چې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال یې هم په هغه د لګیدلو تورنو د سپیناوي لپاره لوی څارنوالی ته ورغوښتی و خو هغه څارنوالۍ ته د حاضریدو نه انکار کړی.‌

ښاغلی حمیدي د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي "که دوستم په تحقیقاتو کې د همکارۍ نه انکار وکړي،‌او لوی څارنوالۍ ته حاضر نشي،‌د افغانستان د قوانینو له مخې به یې دنده وځنډول شي او په کور کې به نظر بند شي.‌"

جنرال عبدالرشید دوستم چې پخوا هم د بشري حقونو نه په سرغړاونو تورن او مشهور جنګسالار دی، په هغه لیګدلي تورونه نه مني.‌ د ښاغلي دوستم دفتر ویلي دي چې " لګیدلي تورنه هیڅ‌ بنسټ‌ نلري او پدې خاطر کیږي چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال نوم بد کړي.‌

خو بل پلو بیا د جمهور رئیس محمد اشرف غني یوه ویاند د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي چې "د دوستم قضیه سیاسي نه بلکې حقوقي ده او په پوره روښانتیا به وڅیړل شي." د ښاغلي غني دغه ویاند همدرانګه ویلي دي چې " د قانون نه لوړ هیڅوک لوړ ندي"

د جوزجان پخوانی والی دوستم تورنوی چې هغه یې تښتولی او د جنسي زور زیاتي تر څنګ یې شکنجه کړی هم دی
د جوزجان پخوانی والی دوستم تورنوی چې هغه یې تښتولی او د جنسي زور زیاتي تر څنګ یې شکنجه کړی هم دی

په همدې حال کې د جوزجان پخواني والی او د جنبش ګوند پخواني د حکومت نه غوښتي دي چې جنرال عبدالرشید دوستم ته دې سزا ورکړي.‌ ښاغلي ایشچي په دوستم تور لګولی چې هغه یې تښتولی او بیا یې خپلو محافظینو ته امر کړی چې جنسي زورزیاتی دې ورسره وکړي.‌

جنرال دوستم او جمهور رئیس اشرف غني یو شان قانوني صلاحیت لري.

سره لدې چې د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي ښاغلی دوستم ته د افغانستان د یو عادي وګړي په شان سزا ورکول کیدلی او تحقیقات ترې کیدلی شي خو د دوستم دفتر بیا ویلي دي چې " د دوستم د واک نه د لیرې کیدو لپاره په کار ده چې د پارلمان د دریو برخو نه دوه برخې یې د هغه د لیرې کیدو لپاره رایې ورکړي."

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر ویلي دي چې "دوستم او جمهور رئیس یو ډول قانوني صلاحیت لري."

د جنرال عبدالرشید دوستم قضیه د افغانستان د حکومت او قضایه ادارو زور او قوت لپاره یو آزمایښت دی او معلومه به شي چې آیا دومره غټ‌ زورواکی او جنګسالار به محاکمه کړی شي که نه.‌

XS
SM
MD
LG