د لاس رسي وړ اتصالات

آسټرلیا وايي تلفات به یې د افغانستان ماموریت اغیزمن نکړي


آسټرالیا نن د جمعې په ورځ وویل چې د خونړۍ ورځې او آینده ممکنه بریدونو برسیره به په افغانستان کې د پخواه په شان خپل ماموریت ته دوام ورکړي چې تکمیل شي. د ویټنام د جګړې راهیسي دا د اسټرالیايي ځواکونو دپاره واحده ورځ وه چې دومره عسکر یې په یوه ورځ له لاسه ورکړ.

د آسټرالیا ددفاع وزیر سټیفن سمیت وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې د پنځو عسکرو د لاسه ورکول یې د وظیفې تر ټولو خرابه پېښه وه چې ملاحظه یې کړه. درې آسټرلیايي عسکر د چارشنبې په ورځ د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو چې یوه افغان سرتیري پرې برید وکړ او دوه تنه نور یې د هلیکوبټرې د سقوط له امله ووژل شول.

ښاغلي سمیت خبریالانو ته وویل چې دغه پېښه به د هغه په عزم او اراده کې چې په افغانستان کې خپل مسولیت سرته ورسوي هیڅ بدلون رانه ولي ځکه همدغه سمه لاره ده او همدغه سم کار دی.

ښاغلي سمیت زیاته کړه چې مونږ په افغانستان کې تر عبده نشو پاتې کیدای نه داسي غواړو خو دا هم سم کار نه دی چې مخکي د مخکي نه ووځو لکه څنګه چې یې ځیني خلګ پیشنهاد کوي.
XS
SM
MD
LG