د لاس رسي وړ اتصالات

په بدخشان کی د واوري ښوئیدو ۴۷ کسان وژلي دي.


چارواکي وایي چي د افغانستان په شمال کي ددوشنبې د ورځي د برف کوچ په پېښه کي د مړو شمیر ۴۷ تنو ته رسیدلی دی.

د بدخشان په ولایت کي د ژغورني د چارو کارکونکي اوس هم په زیاتو واورو کي پلټني کوي چي مړي پیدا کړي. دې برف کوچ بشپړ کلی چي ٢٠٠ تنه اوسیدونکي یې درلودل لاندي کړی دی. یوه ورځ مخکی د افغانستان د اردو هلیکوپتري دغي سیمي ته رسیدلي وې چي د کلیوالو سره مرسته وکړي.

په کابل کي د امریکا سفارت په یوه بیانیه کي په دې اړه خپله خواخوږي څرگنده کړه او ویې ویل چي ژوندي پاته کسانو ته یې خیمې او پلاسټیکي څادرونه استولي دي.

د واوري د ښوئیدلو پېښي په افغانستان کي د سخت ژمي په وخت عامي دي، مگر چارواکي وایي چي سږکال ژمی ډیر سخت و.

XS
SM
MD
LG