د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د واورو ښویدو له امله تلفات په ډیریدو دي


په افغانستان کې د واورو ښویدنه
په افغانستان کې د واورو ښویدنه

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د عالي کمیسیون د مرستو هم آهنگ کوونکی ویس احمد برمک وایي د مرگ ژوبلې زیاته برخه د پنجشیر په ولایت کې رامنځ ته شوې ده چې په دې ولایت کې د واورو د ښویدو له امله د مړو شمیر څه دپاسه ۱۸۷ تنو رسیدلی دی.

خو ښاغلي برمک وویل چې دا شمیر د بدلون په حال کې ده او په وارو کې د گیر شویو کسانو د خلاصون لپاره عملیات روان دي.

ښاغلي برمک د امریکا غږ سره په تلیفوني خبرو کې وویل " وروستنۍ شمیره په اوس کې څه دپاسه ۱۸۷ تنه اټکل کیږي ځکه چې د پاک کارۍ چارې روانې دي او تر اوسه مونږ ته پته نشته. د پنشیر په لېری پرته پریان ولسوالۍ او د درې په ځینو برخو کې د واورو ښویدنه ډیره زیاته ده، اوس هم د حکومتي ځواکونو او خلکو له خوا په گډه عملیات روان دي."

ښاغلي برمک وویل دوه تنه تر وارو لاندې د اوه ساعته پاتې کیدو وروسته د ژغورنې د عملې د فعالیت په نتیجه کې وژغورل شول.

تیره ورځ د پنجشیر سرپرست والي عبدالرحمان کبیري امریکا غږ ته ویلي وو چې د واورې ښویدنې په پیښو کې تر دې مهاله ۹۰ تنه وژل شوي او زیاته یې کړه چې ښايي دغه شمیره نوره هم لوړه شي.

د ښاغلي کبیري پر وینا ۳۰ تنه د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې د ړنګو کورونو لاندې ایسار او ۱۵ نور په غرونو کې ګیر پاتې دي.

د پنجشیر سرپرست والي زیاته کړه چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات دوام لري خو د امکاناتو او وسایلو د نشتوالي له امله دغه چاره له خنډ سره مخ ده.

هغه وویل "موږ ۵۰ کیلومتره لار پاکه کړې ده ۹ تنه مو ژغورلي دي، د کابل د اضطرار کمېټه هم دلته راغلی ده، ګلیدرونه چې لاره ورباندې پاکیږي له کابل څخه راروان شوي دي چې دا موږ ته ورسیږي زموږ لپاره آب حیات دی، هیلکوپټرې په سیمه کې کار نشي کولی ځکه چې وریځې ځمکې ته راکوزې شوي دي او واوره ډيره زیاته ده، داسې حالت دی چې کار نشو کولای."

د جمهوري ریاست غبرگون

ارگ، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د هیواد په مختلفو سیمو کې د وروستیو واورو ښویدونو او سیلابونو له امله د ځاني او مالي تلفاتو په وجه سخت تاثر څرگند کړی او مربوطو ادارو ته یې امر کړی چې مصیبت ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

همداشان جمهور رئیس غني اړوندو ملکي او پوځي مسولینو ته هدایت ورکړی چې د هغو کسانو په ژغورنه کې چې تر وارو لاندې شوي جدي اقدامات وکړي او مصیبت ځپلو ته د مرستو په رسولو کې په بېړه عمل وکړي.

بلخوا افغان حکومت وايي چې د افغانستان په شمال کې د واورې ښویدنو د پیښو له قربانیانو سره د چټکو مرستو لپاره یې یوه ځانګړې کمیټه جوړه کړې ده.

په افغانستان کېد واورو ښویدنه
په افغانستان کېد واورو ښویدنه

د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه ریاست یو ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ویس برمک په مشرۍ یوې کمیټې ته دنده ته سپارلې چې د افغانستان په کچه د وارو او بارانونو د وریدو له امله خلکو ته سر او مال د اوښتو زیانونو موضوع تعقیب کړي او خلکو ته چټکې مرستې ورسوي.

ښاغلي فیصل وویل "دغې کمیټې نن هم جلسه درلوده، څو کارونه وو چې کمیټې ورباندې سمدستي کار وکړ دوه لومړیتونه ټاکل شوي، لومړی په ټولو هغو ساحو کې چې خلک او کورونه تر واورو لاندې شوي دي هغو ته رسیدګي وشي او خلک وژغوري، دویم لومړیتوب د هغو مواصلاتي لارو خلاصول دي چې ولسوالۍ او ولایتونه یې سره نښلولي دي او د حکومت د مرستو مخه یې نیولې ده."

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې اجرائیه ریاست د غور او بدخشان والیانو ته امر کړئ چې څه مالي او بشري امکانات چې لري سمدستي یې ولګوي او په هغو ساحو کې له خلکو سره مرسته وکړي چې زیان ورته اوښتی دی.

دغه راز، هغه وویل چې د فواید عامې او د کلیو او پرختیا وزارتونو ته هم امر شوی چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې لارې خلاصې کړي او هغو خلکو ته چې زیانمن شوي خوراکي او نور اړین توکي ورسوي.

په همدې توګه جاوید فیصل وویل اجرائیه ریاست له نړیوالو مرستندیو ټولنو په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو اړوندو څانګو سره خبرې شوي چې د لارې په خلاصیدو سره زیانمنو او د قربانیانو کورنیو ته خپلې مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG