د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې ٥٢ تنه د ځمکې د ښویېدلو له کبله مړه شوي


تیر کال هم د بدخشان ولایت د ارگو په ولسوالۍ کې د ځمکې ښوېیدو په پیښه کې په سلگونو کسان مړه شوي وو.
تیر کال هم د بدخشان ولایت د ارگو په ولسوالۍ کې د ځمکې ښوېیدو په پیښه کې په سلگونو کسان مړه شوي وو.

د بدخشان ولایت د خواهان په ولسوالۍ کې د ځمکې د خویدو په پیښه کې ۵۲ تنو په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. چې زیات شمیر کورنۍ تر خاورو لاندې شوي دي.

د بدخشان د ولایت مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا پیښه تیره شپه دولس بجې د خواهان ولسوالۍ د ګیرو بالا په سیمه کې راممځ ته شوې چې له امله ۲۵ ښځې،۲۲ ماشومان او ۵ نارینه وژل شوي دي.

ډاکټر بیدار وویل چې په دغه سیمه کې ۹۷ کورنۍ اوسیدلې چې ډیرو کورنیو د دغې پیښې دمخه د حکومت په غوښتنه دا سیمه پریښې وه.

د بدخشان د والي مرستیال وویل چې درې ورځې وړاندې پنځوس فیصده دا ځمکه وخویدله چې بیا وروسته حکومت د دغې سیمې څخه خلک نورو سیمو ته ګډه کړل.

د هغه په وینا یو شمیر کورنۍ بیا هم په سیمه کې پاتې شوې چې تیره شپه د ځمکې د خویدلو په پیښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بدخشان ولایت د طبیعي پیښې او تلفاتو په هکله د ښاغلي بیدار څرگندونې دلته اوریدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00
مستقیمه لیکه

شاو خوا یو کال مخکې هم د بدخشان ولایت د ارگو ولسوالۍ د آب باریک په سیمه کې د پرله پسې او سختو بارانونو له کبله ځمکه ښویېدلې وه او په سلګونه کسان په کې وژل شوي وو.

د بدخشان په ولایت کې دغه طبیعي پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې امنیتي ستونزې هم زیاتې شوي چې یوه یې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا د شاوخوا ١٨ سرتیرو وژل وو.

XS
SM
MD
LG