د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بلخ کې د وژل شویو ځواکونو په ویر ملي ماتم اعلان کړ


د یکشنبې په ورځ به د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند وي
د یکشنبې په ورځ به د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند وي

افغان حکومت په بلخ کې د شاهین په ۲۰۹ قول اردو کې د طالبانو له برید ورسته د یکشنبې ورځ ( اپریل ۲۳) ملي ماتم اعلان کړ.

د ارګ اعلامیه وايي چې طالبانو د جمعې د لمانځه پر مهال "افغان سرتېري شهیدان" کړي دي. په اعلامیې کې ویل شوي چې په ټول افغانستان او د افغانستان څخه د باندې د دغه هېواد په سیاسي نمایندګیو کې به "ملي بیرغ نیم ځوړند" وي.

اعلامیه وايي چې په دغه ورځ به د ارګ د جومات په ګډون د افغانستان په ټولو جوماتونو کې د وژل شویو سرتېرو روح ته دوعاوې او ختمونه کیږي.

ارګ نه دي ویلي چې په دغه برید کې څو کسان وژل شوي دي. خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي "زموږ له ۱۰۰ زیات نفر شهیدان او ټپيان دي او د شمیره هم کره نه ده، ښايي بدلون په کې راشي."

مګر د بلخ د ولایتي شورا غړي شجاع‌الدین شجاع امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دغه برید کې شاوخوا ۱۴۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ژوبل دي.

راپورونه وايي چې بریدګرو د افغان ځواکونو لباسونه اغوستي وو او د افغان ځواګونو په ګاډو کې قول اردو ته داخل شوي. د راپورونو له مخې بریدګرو سره جعلي کارتونه هم وو او دوه کسان یې په ګاډي کې دننه د زخميانو په توګه اچولي وو چې د دروازې ساتونکي وغولوي.

افغان چارواکي وايي چې په برید کې لس طالبان دخیل وو، طالبان وايي په بریدګرو کې د قول اردو ځیني عسکر چې د هغوی نفوذي کسان وو، هم شامل وو. دا په تېرو څو کلونو کې پر افغان ځواکونو د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

د افغانستان د عالمانو شورا دغه برید په کلکه غندلی او په جومات کې یې پر لمونځ کوونکو برید د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف او د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.

ولسمشر له برید وروسته بلخ ته تللی. دا په کابل کې په پوځي روغتون باندې د داعش وسله والو له برید وروسته دویم لوی برید دی. له دا ډول هر برید وروسته تل همدا یوه پوښتنه کیږي، چې بریدګر څنګه داسې مهمو ځایونو ته داخلېدی شي؟

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG