د لاس رسي وړ اتصالات

دلاوري: د کابل بانک ۸۰ فیصده پیسې لاسته راتلای شي


دلاوري: د کابل بانک ۸۰ فیصده پیسې لاسته راتلای شي

دلاوري: د کابل بانک ۸۰ فیصده پیسې لاسته راتلای شي

نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان د مرکزي بانک نوي ټاکل شوي ریْس نورالله دلاوري اطمینان څرګند کړ چې حکومت کولای شي د ۸۲۵ میلیونو ډالرو ۸۰ په سلو کې بیرته ترلاسه کړي. دا هغه رقم دی چې د کابل بانک د ضمانت دپاره ورکړل شوی و.

یو کال مخکي د کابل بانک، چې یو وخت په دغه هیواد کې تر ټولو غټ شخصي بانک بلل کیدی نږدې و چې وړنګ شي. ددغه بانک ستونزې په هیواد کې یو لړ سیاسي او اقتصادي ننګونو ته لمن ووهله او نړیواله ټولنې یې دې ته مجبوره کړه چې پر افغانستان باندي د اداري فساد د شتون له امله یو لړ نړیوالې مرستې ودروي.

د نړیوال وجهي صندوق پر اساس کابل بانک په داسي شکل فعالیت کوی چې د یوه پانګه اچونکي پیسې به یې بل ته ورکولې او د بل دا به یې بل ته ورکولې او په همدغه وجه په دې بانک کې په پراخه اندازه ټګي برګي وشوه.

د کابل بانک مسله د نړیوالو بسپڼه ورکونکو هیوادونه له خوا له نږدې نه تعقیب شوه ځکه دا د افغانستان د حکومت د پاره یو امتحان و چې نړیوالو مالي بسپڼو ورکونکو ته د اداري فساد پر ضد خپل د مبارزې جدیتوب او دغه راز د مالي مسولیت په برخه کې حساب و کتاب وښيي.

تیره میاشت نړیوال وجهي صندوق یا آی ام اف د افغانستان دپاره ۱۳۳،۶ میلیونه ډالره کلنیز پور منظور کړ چې د درو کالو دپاره به دوام وکړي. دغه سازمان وروسته له هغه نه دا پریکړه وکړه چې افغانستان په یو لړ اصلاحاتو باندي لاس پوري کړ.

د کابل بانک د بحران نه وروسته دغه بانک په دوو حصو باندي وويشل شو چې یوه یې په اصطلاح روغه حصه وه او بل یې هم هغه حصه وه چې خاوندانو یې په سلګونو میلونه ډالره قرضې خپل پر سر د بانک د پیسو نه اخیستي وې.

افغان حکومت هیله لري چې د کابل بانک روغه برخه به د راروان کال په نیمايي کې بیرته په بازار کې وپلوري.

د افغانستان د مرکزي بانک عمومي ریْس نورالله دلاوري وویل چې د ۸۲۵ میلیونو ډالرو ۸۰ په سلو کې بیرته لاس ته راتلای شي چې له جملې نه به یې ۲۰ فیصده سمدستي لاسته راشي او ۶۰ فیصده نور به یې د یوکال نه نیولې د پنځو کلونو په ترځ کې حاصلې شي. پاته ۲۰ فیصده پیسې چې ۱۵۲ میلیونه ډالره دي اوس هم لادرک دي.

XS
SM
MD
LG