د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پرله پسې پنځمه بریا


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن په یوې په زړه پورې لوبې کې د نیپال لوبډلې ته یوازې د یوه لوبغاړي په سوځیدو سره ماتې ورکړه او پخپل ګروپ کې یې لومړی مقام خپل کړ.‌

لوبه د باران له وجې د شلو شلو اورونو پر ځای یوازې ۷ اورونو ته لنډه شوه او پچه افغانستان وګټله خو د بیټنګ کولو لومړی نوبت یې سیالې لوبډلې ته ورکړ.

د نیپال لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره افغانستان ته د ۷۴ منډو هدف وټاکه چې افغانستان ورته یوازې د یوه لوبغاړي تر سوځیدو وروسته ورپوره کړ او څلور توپه پاتې هم شول.‌

د توپ وهنې یا بیټنګ په برخې کې تر ټولو غوره لوبه محمد شهزاد وکړه.‌هغه ۴۳ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ونه سوځید او په همدې خاطر ددې سیالۍ تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.‌

په توپ اچونې یا بالینګ کې بیا میرویس اشرف د نیپال دوه او شاپور ځدران یو لوبغاړی وسوځاوه‌

افغانستان د دې لوبې په ګټلو سره په (B) ګروپ کې اوس لومړی مقام لري او وروستۍ لوبه به یې د کینا سره وي.‌که چیرته افغانستان دا لوبه هم وګټي نو د شلو شلو اورنو نړیوال جام ته چې په ۲۰۱۴ کال کې په بنګلادیش کې کیږي، لار پیدا کوي.

د کینیا سره د افغانستان لوبه د همدې میاشتې په ۲۴ مه کیږي چې تازه معلومات به یې ستاسو زمونږ په ویب پاڼې او د فیس بوک په پاڼۍ کې وګورئ او واورئ.‌

د نمرو په جدول کې افغانستان ۱.۱۱۳ پواینټه لري خو کینیا به ۲.۳۸۵ پواینټه لري نو په همدې خاطر د کینیا نه د لوبې ګټل ډیر اهمیت لري.‌
  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG