د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د بم چاودنې کې 13 تنه وژل شویدي


زابل کې د بم چاودنې کې 13 تنه وژل شویدي
زابل کې د بم چاودنې کې 13 تنه وژل شویدي

د افغانستان په جنوب کی چارواکي وایي چي د سړک د غاړي د بم په چاودنه کي 13 ملکي خلک وژل شوي دي.

دغه خلک نن د شنبې په ورځ سهار هغه وخت ووژل سول چي موټر یې په دې بم وربرابر شو.

محلي چارواکو وویل چي دوي فکر کوي وژل شوی کسان چي دوه ماشومان، څلور ښځي او پنځه نارینه وو هغه افغان مهاجرین وو چي د پاکستان نه بیرته افغانستان ته راستنیدل.

د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکوي چي هغوي ټول د یوې کورنۍ غړي وو.

د سړک په غاړو د بمونو په چاودنو کي عموما ډیر ملکیان وژل کیږي. دا بمونه د هغو یاغیانو له خوا ښخ شوي دی چي په افغانستان کي د خارجي قواو سره جنګیږي.

XS
SM
MD
LG