په سیمې کې د امریکا غږ خبریال د تخار ولایت د امنیتي چارواکو له قوله وایي چې یوه ځانمرګي برید کوونکي هغه وخت پخپل ځان پورې تړلي چاویدونکي مواد والوزول چې پدې ولایت کې غونډه روانه وه.
پدې چاودنې کې د افغانستان د ملي پولیسو د 303 شاهین زون قوماندان جنرال داؤد داؤد او د تخار ولایت د امنیتې قوماندان مل پاسوال شاه جهان نوري وژل شویدي.
رپوټ وایي چې په چاودنې کې درې تنه د جرمني عسکر هم وژل شویدی خو پخپله د تخار والي عبدالجبار تقوای پکې ټپي شویدي.
په عین حال ک د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د ناتو قواو ته امر کړی چي " خپل خاص عملیات او د شپې له خوا تلاشۍ " دي بندي کړي.
حامد کرزي نن د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کي ویلي دي چي دغه ماموریتونه باید چی خپله د افغان قواو له خوا تر سره شي. ښاغلي کرزي د ناتو له خوا د شپې تلاشۍ چي په افغانانو کي یې هیڅوک نه خوښوي، وغندلې او ډیر افغانان هغه د ملکي خلکو د وژل کیدو سبب بولي.
مگر ناتو نن د تلاشیو ددې عملیاتو دفاع وکړه او ویې ویل چي هغه د یاغي طالبانو د مشرانو په نیولو کي ضروري دي. په بیانیه کي ویل شوي دي چي ناتو به د افغان قواو سره په گډه کار وکړي چي دغه تلاشۍ د ناتو د قواو نه افغان قواو ته انتقال کړي .
او ناتو ویلي دي چي د جمعې په ورځ یې د افغانستان په جنوب کی دوه عسکر د سړک په غاړه د بم په چاودنه کي وژل شوي دي.
د پیښې په اړه تازه مالومات به وروسته په لیکه شي.......