د لاس رسي وړ اتصالات

کریم خلیلي او بسم الله خان له برید نه روغ ووتل


کریم خلیلي او بسم الله خان له برید نه روغ ووتل
کریم خلیلي او بسم الله خان له برید نه روغ ووتل

دافغانستان د حکومتي مامورانو په وینا د جمهور رییس په مرستیال کریم خلیلي او د کورنیو چارو په وزیر بسم اله خان باندې د وردګو په ولایت کې د پولیسو د روزنې په یوه مرکز کې د راکټ حمله وشوه، خو دواړه روغ رمټ وتلي دي.

پولیسو وویل چې په حمله کې هیچا ته څه تاوان نه دی اوښتلی.

بل خوا حکومتي ماموران وايي چې په کاپېسا کې په ېوه ځان وژونکې حمله کې د یوه پولیس په شمول تقرېبا ٥ کسان مړه او څلور تنه زخمېان شوي دي.

د حکومت مامورانو وویل حمله کوونکې چې په ېوه واړه موټر کې سپور ؤ، خپل موټر یې د حکومت د یوې ودانئ سره وجنګوه.

XS
SM
MD
LG