د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په شمال کې په دوو پېښو کې لسګونه کسه وژل شوي


آرشیف
آرشیف
د افغانستان په شمال کې د سړک غاړې د بم د چاودنې له کبله ۱۵ کسه وژل شوي او ۱۸ کسه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي چې مرګ ژوبله نن د جمعې په ورځ د بلخ په ولایت کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو بس موټر چې د سپرلیوو ډک وو د واده د مراسمو پر خواه روان وو.


پولیس وايي چې د سپرلیوو له ډلې اکثره یې ښځې او ماشومان وو. د پېښې ټپیان د مزهار شریف و یوه روغتون ته وړل شوي دي.

بلي خوا ته په یوې جلا بېښه کې د یوه بس او ټانکر ترمنځ په ټکړ کې ۸ د فوټبال لوبغاړي وژل شوي او ۲۸ کسه نور ټپیان شوي دي. دغه ټکر د افغانستان په شمال کې د جوزجان په ولایت کې رامنځ ته شوی دی. بس موټر چې لوبغاړي په کښي سپاره وو د کابل پر لورې روان وو.
XS
SM
MD
LG