د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د یو نابينا ژوند او نوښتونه


فضل غني بشردوست یو نوښتگر نابینا
فضل غني بشردوست یو نوښتگر نابینا

د ننگر هار اوسیدونکی فضل غني بشردوست چې اوس نژدې دېرش کلن دی پوره څوارلس کاله وړاندې یې د سترګو له نعمته بې برخې شو، خو پرته له دې چې ناهیلی شي، کلکې او قوي مبارزې ته یې ملا وتړله.

هغه په خپلې کلکې ارادې سره تر دولسم ټولګې پورې په داسې حال کې زده کړې وکړې چې کله په پېښور کې اوسېده نو له ډېرو ښوونځیو څخه ښوونکو شړلی هم دی.

نوموړی وايي په خپل خواږه ننګرهار کې هم دغه ستونزې سره ډېر کله مخ شوی دی. بشردوست د امساء په مرسته لار معلوموي.

هغه اوس مهال دسویډن کمېټې د زون په دفتر کې د نابنایانو د زده کړو مشر دی.

بشردوست وايي چې د بریل په نامه لیک یې چې د کاغذ په سوري کولو سره لیکل کیږي او بیا د ګوتو په لمس سره لوستل کیږي، څو کاله وړاندې زده کړي او تر دا مهال یې لسګونه نابنایان هم روزلي دي.

د آشنا رادیو خبریال د فضل غني بشردوست سره د خبرو په مهال
د آشنا رادیو خبریال د فضل غني بشردوست سره د خبرو په مهال

د آشنا رادیو همکار ذبیح الله غازي چې د نابینایانو ټولګی چېرته چې ښاغلی بشردوست نورو نابینایانو ته زده کړې ورکوي تللی د هغه له خولې وایي چې اوس مهال یې تر څلورم ټولګي د زده کړو نصاب هم نابینا زده کوونکو ته د بریل لیک په شکل جوړ کړی او دا مهال پکې زده کوونکي تدریس کوي.

هغه وایي "ما تر څلورم ټولګي د نابینایانو لپاره کتابونه لیکلي او نورې هم هڅه کوم."

دا هغه کتابونه دي، چې په عادي ښوونځیو کې تدریسیږي خو د نابنیایانو لیک ته اوښتي دي.

هغه وايي تر اوم ټولګي د نصاب چمتو کونې لپاره یې بډې وهلي او په دغه چاره کې تر ډېره بریالی دی.

فضل غني بشردوست یو نوښتگر نابینا
فضل غني بشردوست یو نوښتگر نابینا

نوموړی د افغانستان د نابینایانو د استازي په توګه شپږو هېوادونو ته هم تلی او هلته یې دخپلو نابینا ملګرو د حال کیسې کړي دي.

هغه یو ځوي او یوه لور هم لري، چې اوس مهال کوچني دي. په زړه پورې داده چې ښاغلی بشردوست په رسنیو کې هم کار کوي.

هغه په یوه سیمه ییزه راډیو کې د نابینایانو پر ژوند یوه خپرونه چلوي.

نوموړی وايي، چې ددغه خپرونې له لارې نابینایانو ته سپارښتنې کوي او هغوی زده کړو او نورې خوارۍ ته هڅوي.

د هغه د دفتر یاران وايي، چې د بشردوست ټوکې ټکالې خوند ورکوي "فضل غني بشردوست یو صادق او د وخت پابند اسنان دی او خپله دنده په سمه توګه سرته رسوي."

که څه هم اوس مهال د افغانستان په کچه زرګونه نابنایان ژوند کوي، خو د ډېرو په باور ددغه طبقې ژوند ته هغسې چې لازمه ده پام نه کیږي.

ښاغلی بشردوست د افغانستان ښه راتلونکي ته باوري دی.

XS
SM
MD
LG