د لاس رسي وړ اتصالات

په نادعلي ولسوالۍ کې د ماین چاودنې ۶ ملکیان وژلي


د افغانستان په جنوب کې چارواکي وایي، د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شویدي.

دغه چارواکي وایی دوې ښځې او څلور نارینه ، چې ټول ملکي خلک وو، د جمعې په شپه د هلمند د ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې د سپرلۍ موټر یې په ماین ور برابر شو.

د ناد علي ولسوال محمد ابراهیم د امریکا غږ ته داسې ویلي دي. ،،د نادعلي ولسوالۍ د شمال جنوب خوا ته د دښت ساحه کې چې کله د ملکي کسانو موټر پر سړک باندي رفتامد کوی د ماښام د اوو بجو په وخت باندې موټړ یې په ماین باندي برابر شوی دی. مین موټر پورته کړی دی. موټر یې سراچه موټر وو. شپږ کسه په کښې وه، ټول وژل شوي دي. په شپږو کسانو کې دوې ښځې چې د پاخه عمر ښځې دي او دوه سپین ږیري خلګ او دوه ځوانان هلکوان وو چې وژل شوي دي.،،

د سړک د غاړی بمونه ، د قدرت نه د حامد کرزي د حکومت د غورځولو دپاره چې لویدیځ یې ملاتړ کوي، د طالبانو د خوښې وسله ده.

XS
SM
MD
LG