د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: مونږ بریالي یوو خو بریاوې مو د لاسه تلای شي


کرزی: مونږ بریالي یوو خو بریاوې مو د لاسه تلای شي
کرزی: مونږ بریالي یوو خو بریاوې مو د لاسه تلای شي

د امریکا خارجه وزیره هیلري کلنتن وایي چې امریکا چمتو ده چې د افغانستان ملاتړ وکړي خو دغه هیواد باید د خپل امنیت او د قانون د عملي کیدو له لارې د ډموکراسۍ د راوستو لپاره د اصلاحاتو د عملي کولو مسولیت په خپله غاړه واخلي.

هلیری کلنتن دا خبره نن د جرمني د بن په ښار کې د افغانستان د راتلونکې په هکله په نړیوال کنفرانس کې وکړه.

جمهورریس کرزي خبري کنفرانس ته وویل چې په ٢٠١۴ کال کې د ده د هیواد نه د ناټو د عسکرو د وتلو نه وروسته به لا هم لږ تر لږه لس کاله نور به هم نړیوالو مرستو ته اړتیا ولري

ولسمشر کرزي همداشان وویل بریالیتوب یقنی دی او زمونږ پرمختگ به هم پر مخ ځي . د افغانستان خلک په راتلونکو لسو کلونو کې هم ستاسو کلک دوامدار ملاتر ته اړتیا لري.

د څه باندي ٨٠ ملکونو نمایندگان د بن غونډې ته ورغلي وو چې د ٢٠١۴ کال نه وروسته ددغه جنگ ځپلی هیواد سره په یو لړ مهمو مسلوو باندي خبری وکړي.

پاکستان چې په افغانستان کې په اینده سولې او ثبات کی مهم گڼل کیږي، د ٢۴ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو له امله چې تیره میاشت د ناټو په هوایي حملی کې ووژل شول، په دغه کنفرانس کی گډون ونکړ.

ولسمشر کرزي، د کنفرانس په موقع په اسلام اباد انتقاد وکړ چې د روغې جوړې په مسلی کې د مرستې دپاره موجود نه و.

په یوه مرکه کې چې پرون یې د ډېر شپیگل مجلې سره کړیده ولسمشر کرزي وویل ، تراوسه پوري پاکستان ، په دی برخه کې چې د طالبانو د مشرتابه سره خبري وشی مرسته نه ده کړې.

ولسمشر حامد کرزي همدغه راز وویل ، که چیري مونږ دغه جگړه بایلوده نو د ٢٠۰١ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټی نه د مخکی حالت سره به بیرته مخامخ شو.

د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو نه استاځو پر درو مسلو باندي خبري وکړې چې په کښي افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیت د لېږد مسله شامله وه، په افغانستان کې د سیاسي بیا پخلاینه مسله او دغه راز په دغه هیواد کې د اوږدمهاله نړیوالې ښکیلتیا او مرستې مسله شامله وه.

د جرمني د باندنیو چارو وزیر ښاغلي ګایډو ویسټر ویل د بن د لومړي کنفرانس نه وروسته پر تیرې یوې لسیزې باندي غور وکړ او داسي یې وویل: ،،مونږ خپل په یو لړ مقاصد کې پاته راغلي یو او ټول توقعات مو واقع بینانه نه وو خو بیا مو هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. اوس د تیرو درې لسیزو په پرتله زیات شمیر افغانان آزادۍ، سوله او امنیت لیري.،،

په عین حال کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل چې اوس مهال د افغانستان په بیلابیلو ادارو کې ۲۰ په سلو کې ښځې کار کوي، یو په څلور کې د پارلمان استاځي ښځي دي او ۴۰ په سلو کې زده کونکي انجوڼي دي.

په ۲۰۰۲ کال کې د یو ملیون نه لږ ماشومان ښوونځیو ته تلل نن دغه شمیر ۸ میلیونو ته رسیدلې ده. ښاغلي کرزي زیاته کړه چې په تیرو ۱۰ کلونو کې دومره سړکونه جوړ شوی دي چې د افغانستان په تاریخ کې نه وو جوړ شوي.

ښاغلي کرزي داسي وویل:،،ستونزې اوس هم موجودې دي او د پام وړ دي چې کولای شي زمونږ هغه بریاوې چې په تیرو لسو کلونو کې مو درلودې معکوسې کړي. په هیواد کې غربت او د پرمختیايي پروژو کموالی زمونږ غټې ستونزې دي. زمونږ په اصطلاح کم عمره ډیموکراسي په یوې حساسې شیبې کې ده، افغانان اوس دې ته سترګي په لاره دي چې خپل ارمانونه په با مسولیته، قوي او اغیزمنو ملي بنسټونو کې وګوري.،،

ښاغلي کرزي وویل چې په افغانستان کې سیاسي بهیر اوس هم د مخالفینو پر وړاندې خلاص دی او دوي کولای شي چې د تشدد نه لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني. ښاغلي کرزي وویل چې هیواد یې په راتلونکې لسیزې کې هم مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن وویل چې امریکا به بیا د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق سره مالي مرسته پیل کړي. امریکا وروسته له هغه نه پر نوموړي صندوق باندي پیسې بندې کړې چې د کابل بانک په هکله د یو لړ بې نظمیو او ټګیو برګیو ادعاګانې راپورته شوې.

میرمن کینټن داسي وویل: ،،د امریکا متحده ایالات دې ته چمتو دی چې د افغانستان د خلګو سره د اوږدې مودې دپاره ودریږي ترڅو دوي دغه هیواد د سوکالۍ او ترقۍ پر خوا ګام کښېږدي او مونږ په عین وخت کې په دې باور هم یو چې لکه څنګه چې ښاغلي کرزي ورته اشاره وکړه، افغانان هم ځیني مسولیتونه لري چې باید ادا یې کړي چې په کښي د یو لړ اصلاحاتو د راوستلو مسله شامله ده، د خپل ځانه مستقله دفاع او د یوې داسي ډیموکراسۍ مسله شامله ده چې رېښې یې د قانون په حاکمیت کې نښلي وي.

میرمن کلینټن د افغانستان د ولسمشر ښاغلي کرزي هغه تعهد وستایه چې وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې به یې په هیواد کې بشپړ او د ټولو دخیلو خواوو په ګډون د جمهوري ریاست انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG