د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ داستان په انگلیسي ژبه چاپ شو


د افغانستان د کرکټ پرمختگ نه یوازې د کرکټ په نړۍ کې خلک حیران کړیدي بلکې بهرني لیکوالان ېې هم دې هڅولي دي چې د افغانستان د کرکټ په اړه لیکنې او تبصرې وکړي. په دې نیزدې ورځو کې corridor of uncertainty په نوم د لیکوال نهار سوتار کتاب د انگلیسي کتاب لوستونکو پام ځان ته را اړولی دی. د اموزن په نوم د کتابونو د خرڅون ویب پاڼې په اساس دغه ناول د کرکټ په موضوع ټولو نه زیات جالب کتاب بلل شویدی.

نهار سوتار وايي چې د کتاب د خرڅلاو نه ترلاسه شوې پیسې به د افغانستان په کرکټ مصرفوي
نهار سوتار وايي چې د کتاب د خرڅلاو نه ترلاسه شوې پیسې به د افغانستان په کرکټ مصرفوي

د کتاب لیکوال نهار سوتار د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي دي چې زه په کال ٢٠١٥ کې د کورنۍ سره د رخصتیو تیرولو دپاره د نیویارک نه اسټرالیا ته تللی ووم. هلته مې یوې ورځپاڼې کې ولوستل چې د افغانستان کرکټ ټیم هم هلته تمریني سیالیو دپاره تللی دی. نو دی حیران شو چې افغانستان او کرکټ .

نهار سوتار وايي چې ما تل د افغانستان د نوم سره جنگ مرگ او د خرابۍ خبرونه اوریدلي وو،خو کله مې چې واوریدل چې نه افغانستان یوازې د دغو منفي نسبتونو سره تړلی نه دی بلکې خلک ېې د نورې نړۍ غوندې فکر لري، او کرکټ ېې د نړۍ د ټیمونو سره سیال دی .نو ما فیصله وکړه چې د افغانستان د کرکټ کیسه به انگلیسي کې د ناول یا داستان په شکل لیکم ترڅو نړۍ د افغانستان اصله څهره وویني.

ځوان لیکوال نهار سوتار د دې کتاب لیکلو دپاره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم سره ملگری شو او په متحده عربي اماراتو کې ېې ورسره ورځې او شپې تیرې کړې .د لوبغاړ او د کرکټ بورډ د مسولینو سره ېې اوږدې مرکې وکړې او د هغو په اساس ېې خپل دغه ناول ولیکه.

لیکوال نهار سوتار د افغانستان د کرکټ د نامتو لوبغاړي حمید حسن سره
لیکوال نهار سوتار د افغانستان د کرکټ د نامتو لوبغاړي حمید حسن سره

نهار سوتار وايي چې د افغانستان د کرکټ د داستان سره سره ېې په خپل کتاب کې د افغانستان د تیرو قریب څلورو لسیزو تاریخ هم بیان کړیدی ترڅو لوستونکي افغانستان هم وپیژني او بیا دغه افغانستان کې د کرکټ په مقام هم پوه شي. هغه وايي چې کرکټ د افغانستان څهره بدله کړیده او اوس خلک د کرکټ په برکت د افغانستان د ښه شهرت، ملي سرود ،ملي بیرغ او تاریخ سره بلد شویدي.

دغه ناول چې اساسي ټکی ېې د افغانستان په جنگ ځپلي هیواد کې د کرکټ په اغیزو او دا چې کرکټ څنگه یو پاشیدلی قام یو موټی کړو ،لیکل کړیدي. لیکوال وايی چې زما د ناول اصل پیغام همدا دی چې نړۍ باید افغانستان سره د ځان په شان چلند وکړي او افغانان باید رسنیو په ځای په خپلو سترگو وویني.

لیکوال نهار سوتار وايي چې دی تر اوسه افغانستان ته نه دی تللی خو غواړي چې د کتاب د خرڅون د لارې راغونډې شوې پیسې د افغانستان د کرکټ په وده مصرف کړي. هغه وايي چې دی پخپله د هندوستان دی او د هند هر وگړي په شان دی هم د افغانستان سره مینه لري او د همدغې مینې په اساس ېې دا ناول لیکلی دی.

XS
SM
MD
LG