د لاس رسي وړ اتصالات

کابل وايي طالبان د سولې خبرو کې "تکتیکي" چلند کوي


حکمت خلیل کرزي وایي ژچې د طالبانو د ډلو سره د مخامخ خبرو لپاره لا نوی نیټه نه ده ټاکل شوې.

حکمت خلیل کرزي وایي ژچې د طالبانو د ډلو سره د مخامخ خبرو لپاره لا نوی نیټه نه ده ټاکل شوې.

افغان حکومت وایي د سولې په مخامخ خبرو کې د طالبانو له خوا د نه ګډون پریکړه، یوه تکتیکي پریکړه ده او افغانستان لا هم د څلواړخیز بهیر له لارې د سولې خبرو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست او سیاسي معین حکمت خلیل کرزي نن د دوشنبې په ماښام د بهرنیو چارو په وزارت کې د برتانیې د بهرنیو چارو د وزیر فلیف هاموند سره یو ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې افغانستان لا هم خپلو وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرو ته هیله من دی.

ښاغلي کرزي وویل "ما څو ورځې دمخه فکرکوم دوه درې ورځې دمخه د طالبانو یوه اعلامیه واوریدله چې په هغه کې ویلي وو چې په مستقیم بحث کې به دوی اشتراک نه کوي، مونږ بیرته هغه برنامه چې لرو یې ورته ادامه ورکوو او ضمنآ دا موقف چې طالبانو نیولی دی، زمونږ برداشت دغه دی چې دا یو تکتیکي موقف دی او دا یو اساسي موقف نه دی، ولی هغه بحثونه چې مونږ کړي دي مونږ امیدواري لرو چې هغه به یو نتیجې ته ورسیږي."

حکمت خلیل کرزي وویل چې د طالبانو د ډلو سره د مخامخ خبرو لپاره لا نوی نیټه نه ده ټاکل شوې.

د افغانستان د حکومت دغه چاراکی چې په څلوراړخیزو خبرو کې د افغان حکومت د پلاوي مشرۍ هم کوي وویل چې د افغان حکومت تمه دا وه، چې د مارچ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به د ملا اخترمحمد منصور، ملاعبدالرسول، د حقاني د ډلې او د طالبانو د قطر د دفتر د استازو سره مخامخ خبرو ته کښیني.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هاموند دغه خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې هیواد یې د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې د روانو هڅو څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي هاموند وویل" مونږ باور لرو چې په افغانستان او پاکستان کې د سولې او ثبات ټینګیدل د شورش پای ته رسیدلو پورې تړلي دي، هغه شورش چې د سرحد په دواړو خواو کې یې په زرګونو کسان وژلي دي او د اقتصادي ودي او د امنیت د ټینګیدلو پر وړاندې یې ګواښونه راولاړ کړي دي"

هغه زیاته کړه چې برتانیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تفاهم د فضا ودې ته متعهده ده، او دا د دواړو هیوادونو په ګټه ده، چې "یوځای سره کار وکړي ترڅو هغه عناصر له منځه یوسي چې د اففانستان او پاکستان د مشروع حکومتونو او هیلو مخه نیول غواړي".

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې کابل ته د خپل نننۍ سفر په وخت یې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د سولې د عالي شورا د رئیس پیر سید احمد ګیلاني سره د افغانستان، برتانیا او د سیمي په مسلو خبري کړي دي.

هغه وویل چې د افغانستان د سولې عالي شورا سره یې د سولې په برخه کې ددغې شورا د کار لپاره د یو نیم میلیون ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

برتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس ورڅخه دغې شورا ته د سیاسي، تخنیکي او مالي ملاتړ د برابریدلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG