د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا دخپلو عسکرو دناوړه اعمالو په باره کې تحقیقات کوی


کاناډایي عسکر د کندهار په ښار کې پیاده ګزمه کوې

کاناډایي عسکر د کندهار په ښار کې پیاده ګزمه کوې

د کاناډا ددفاع وزارت په افغانستان کې دخپلو خاصو قواو په خلاف دناوړه اعمالو دلګیدلو تورونو په باره کې تحقیقات کوي.

دکاناډا خبري آژانس پرون دسه شنبې په ورځ رپوټ ورکړیدی چې ددفاع وزارت په دوه زره اتم کال کې په پټه د دغه ملک د اشد محرم کمانډو عسکرو د کړنو په خلاف ستر تحقیقات پیل کړیدي.

دکاناډا یوه کومانډو د خپل یو ملګری او دټولی خاصی قوا په خلاف جدی تورونه لګولی دی چې په نتیجه کې ئې دغه تحقیقات پیل شول.

په دوه زره پنځم او دوه زره اتم کلونو ترمنځ کاناډائې عسکرو دبندیانو سره ناوړه سلوک کړی و او دهغې په باره کې لومړی تحقیقات چې د "شګې دتلک یو" په نامه یادیدل ، شوی و. پدغو تتحقیقاتو کې په چا کوم الزام نه و لګول شوی.

دکاناډائي مطبوعاتو رپوټونه وائې، جامع تحقیقات چې دشګو ددویم تلک په نامه یادیږی، روان دی خو دکاناډا ددفاع وزارت ددغو تحقیقاتو په باره کې له تبصری نه ډه ډه کړیده.

داسې ګمان کیږي چې دویم نمبر خاصی ګدې قوی په افغانستان کې دطالبانو او القاعدی په خلاف عملیات کول. او دکندهار ېه سیمه کې دامریکا دخاصو قواو سره یې ارتباط درلود.

کانادا د افغانستان په جنوب کې څه دپاسه دوه زره اته سوه عسکر لری.

رپوټ وايي چې د همدې کال د مې په میاشت کې په افغانستان کې دکاناډا دقواو قوماندان دنامناسبه شخصي اړیکو دلګول شویو تورونو له کبله له خپلی وظیفی نه ایسته کړی شو.

XS
SM
MD
LG