د لاس رسي وړ اتصالات

عامې روغتیا وزارت: تیر کال سرطان ۱۵ زره کسان وژلي دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د زړه له ناروغۍ وروسته د سرطان ناروغي هرکال زرګونه کسان وژني. د دغه وزارت د شمیرنو له مخې تیرمیلادي کال سرطان د پنځلسو زرو په شاوخوا کې افغانان وژلي دي.

د نورو ناروغیو پرتله د سرطان د ناروغې نښې او اعراض یو څه ګنګ دي، چې په همدې خاطر په لومړیو پړاونو کې د دغې ناروغۍ تشخیص هم یو څه مشکل دی.

د دغه وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د یکشنبې په ورځ (جون ۱۶مه) په کابل کې د سرطان د ناروغۍ ملي سمپوزیم ته وویل چې په لومړي پړاونو کې د دغې ناروغۍ د تشخیص لپاره یې د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او ټرنینګ بهیر چټک کړی دی.

" د سرطان د ناروغۍ نښې او اعراض یو څه ګنګ دي، د کارکوونکو پر ظرفیت مو کار کړی، مختلف ټرینګونه مونږ برابر کړي د دې لپاره، چې د سرطان د ناروغۍ د یو ناروغ سره د مخامخ کیدو پر مهال لږ ترلږه دا ناروغي یې له نظر څخه لرې پاتې نه شي".

د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان د سرطان ناروغي مخ په زیاتیدو ده او اوس مهال دا ناروغي د زړه د ناروغۍ وروسته د زیات شمیر افغانانو د مړینې سبب ګرځي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې یوازې تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې شاوخوا شل زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو، چې ۱۵ زرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په افغانستان کې د کلمو سرطان، د خولې د جوف سرطان په سړو کې پروستات سرطان او په ښځو کې د سینې سرطان د دغې ناروغۍ مهم ډولونه دي، چې په دغه هیواد کې پرې خلک ډیر اخته کیږي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د وینا له مخې د سینې سرطان یوازې تیر۲۰۱۸ میلادي کال کې د ۱۷۰۰ ښځو ژوند اخیستې وو.

ډاکټر پیکان وویل " د سینې سرطان د ښځو ترمنځ یو د سرطاني افتونو څخه دی، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال شمیرنې ښيي، چې شاوخوا درې زره ښځې د سینې په سرطان اخته شوې، چې د دغې دلې له بده مرغه د هغوی اولس سوو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی".

په افغانستان د دغې ناروغۍ د علاج لپاره ډیر امکانات نشته دی، خو په کابل او یو شمیر ښارونو کې د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره کوچني مرکزونه جوړ شوي دي.

اکثره پر دغې ناروغې اخته ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هندوستان ته ځي.

د سرطان د ناروغۍ په برخه کې یوه بله ستونزه د خلکو د عامه پوهاوې کموالی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړې شینکۍ کړوخیل وايي، یوه بله ستونزه داده، چې هیڅوک د دغې ناروغې په اړه خبرې نه کوي او د پوهاوې لپاره هم څه نه دي شوي.

میرمن کړوخیل وویل، چې په افغاني ټولنه کې د سینې د سرطان په اړه خبرې کول شرم ګڼل کیږي.

" دا کوم عیب او شرم دی، چې مونږ د سرطان د ناروغۍ په هکله خبرې نه کوو، نه ناروغ خبرې کوي، نه د ناوغ کورنۍ، نه رسنې خبرې کوي، نه هم روغتیايي کارکوونکي خبرې کوي ، په اړه هیڅ څه هم نه چاپ کیږي او بالاخره باید په دې پوه شو، چې پر مونږ څه تیریږي".

میرمن کړوخیل په ټینګار وویل، چې سرطان یو ډول ناروغۍ ده، چې د نورو ناوغیو په څیر یې باید درملنه وشي.

افغان حکومت د خپلې کلنې بودیجې څلور فیصده د روغتیايي خدمتونو په وده په مصرف رسوي، چې د دغه هیواد د نفوسو ودې ته په کتنې یوه کمه اندازه ده.

XS
SM
MD
LG