د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو درې عسکر وژل شوي


د ناټو درې عسکر وژل شوي

د ناټو درې عسکر وژل شوي

ناټو وايي چې په افغانستان کې یې په بېلو بېلو حملو کې درې تنه عسکر وژل شوي دي.

د افغانستان په شمال کی یو عسکر د طالبانو په ېوه حمله کی وژل شوي دي او دوه تنه عسکر یې په جنوب کې د سړک پرغاړه د بم په چاودنه کی مړه شوي دي.

ناټو وايي چې د خوست په ولایت کې د سه شنبی په ورځ په یوه هوايي حمله کې چې د حقاني د شبکې د یوه قوماندان پر خلاف وشوه ېو تن طالب ووژل شو او دهواېې حملې په تعقېب افغان او ایتلافی قواو ېو بل طالب په همدغه ځای کې ونېوه.

د ناټو تړون وویل چې د پاکستان د قبایلي سیمو سره نږدې یې د خوست په ولاېت کی دحقانی د شبکې پر خلاف د خپلو پوځي عملېاتو په دوران کی ددغه شبکی څو تنه مهم مشران وژل دي او یا یې ژوندي نیولي دي، چې په دې جمله کې ېې د قاری نصیب خان په نومې ېو قوماندان هم شامل دی.هغه تېره هفته د ناټو دهوايي قواوو په یوه حمله کې ووژل شو.

سږ کال د افغانستان جنگ کې د تیرو نهو کلونوکې د خارجي عسکر لپاره تر ټولو خونړی کال دی. په دغه کال کې تر اوسه پورې د ناتو ٦١٠ عسکر وژل شوي دي.

له بلی خوا نن د امریکا سفارت اعلان وکړ چه په کابل کی به دامرېکا سفارت ودانئ پراخی شی.

د امریکا سفارت وویل چې متحده اېالات به په دغه پروژه باندی پنځه سوه ېوو لس مېلونه ډالر ولگوی او ېو زرو پنځه سوه افغانان به ېې په جوړولو باندی په کار مصروف شی.

د سفارت دپرختېا په پروژه کی د سفارت د مامورانو لپاره د کورونو او دفترونو جوړول شامل دي. دامرېکا سفارت ووېل چې د پروژې قرار داد یې د Caddel Construction په نامه ېوه امرېکاېې تعمېرېاتی شرکت ته ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG