د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له منځنۍ اسیا سره تجارت زیات کړی دی


د افغانستان د سواداګرۍ خونې وایي چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو په ځانګړې توګه قزاقستان سره د افغانستان تجارت زیات شوی دی.

ددې خونې چارواکي وایي چې افغانستان هر کال د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کوي.

د خونې مرستیال خانجان الکوزي په کابل کې د افغانستان ـ قزاقستان د تواصل په نوم کنفرانس کې وویل "موږ په دې هڅه کې یو چې یوه ګډه افغاني او قزاقي تجارتي کمپنۍ جوړه کړو، چې هم دولت پکې ګډون ولري او هم خصوصي سکتور په مستقیمه توګه پکې ګډون ولري، قزاقستان دولت ډیرې ملي تصدیانې لري او د قزاقستان ډیری تصدیانې او کارخانې دولتي دي نو له همدې امله اړتیا ده چې د دولت یوه برخه هم د دواړو هیوادونو په سوداګرۍ کې ځای ولري".

ښاغلي الکوزي وویل چې دوی د قزاقستان د سوداګریزو چارو له چارواکو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د ترانزیت، پانګې اچونې او همدارنګه د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرېکړې دي.

قزاقستان افغانستان ته هر کال د څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالرو پر ارزښت ۲۱ ډوله مواد صادروي چې لویه برخه یې اوړه او غنم دي، خو افغانستان هغه هیواد ته د څه باندې لس میلیونو ډالرو واردات لري.

ښاغلي الکوزی وايی "د سوداګرۍ موضوع ډیره اړینه او حیاتي ده، افغانستان هر کال یو میلیون ټنه تازه میوه او ترکاري تولیدوي، چې نشي کولای دا ټوله بهر ته صادر کړي، پروسږ کال یوازې یو سلو څلویښت زره ټنه میوه او ترکاري صادر شوې، افغان قزاق کمپنې به وکولای دا زمینه برابره کړي چې ټوله میوه بهر ته ولیږدول شي،اوس اصلي علت دادی چې د لیږد زمینه ورته نه ده برابره".

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، چې په افغانستان کې ۴۴ قزاقي شرکتونو هم د درې میلیونه ډالرو په ازرښت پانګونه کړې ده. د قزاقستان چارواکي هم د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوی او له افغانستان سره یې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو ژمنې هم کړې دي.

اقتصادي کارپوهان بیا وایي چې افغانستان په ټوله کې له منځنۍ اسیا سره محدوده سوداګري لري او د منځنۍ اسیا هیوادونو کې د افغاني موادو لپاره پراخ بازار وجود نلري.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد سیف الدین سیحون امریکا اشنا غږ ته وویل چې افغانستان کولای شي د منځنې اسیا هیوادونو څخه د یوې ترانزیتي لارې په حیث ګټه واخلي او همداشان خپلو تولیداتو ته په منځنۍ آسیا او اروپايي هیوادونو کې ښه بازار پیدا کړي.

هغه وویل "د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د افغانستان سوداګري ډیره محدوده ده،یوازې د وچې میوې او صنعتي موادو لپاره یو محدود بازار لري چې ډیر پراخ ندی،په اوږد مهاله موده کې افغانستان او د منځنۍ اسیا هیوادونه کولای شي خپل د اړتیا وړ شیان یو بل سره وڅیړي او یو بل ته یې معرفي کړي چې کیدای شي د هیوادونو په ګټه وي،دا هیوادونه تر ډیره پرمختللي ندي چې د افغانستان د اړتیا وړ مواد او محصولات برابر کړي."

افغانستان په داسې حال کې په شمال کې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې پیل کړي دي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاسي ستونزو له امله سوداګریزې چارې زیانمنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG