د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سره سوداگریزې ستونزې لا نه دي حل شوي


افغانستان اوپاکستان ترمنځ د تورخم بندر(ارشیف)
افغانستان اوپاکستان ترمنځ د تورخم بندر(ارشیف)

افغان سوداګر وایي چې اسلام اباد ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سفر نه د یوې میاشتې په تیریدلو سره لا هم پاکستاني چارواکو د افغانسان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي سوداګرۍ په برخه کې د پرتو ستونزو د حلولو لپاره خپلې وعدې نه دي عملي کړي.

نږدې یوه میاشت وړاندې جمهور رئیس غني پاکستان د خپل سفر په وخت پاکستاني چارواکو سره په دغه هیواد کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره یو لړ وعدي کړې وې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خوني مرستیال خان جان الکوزی وایي چې پاکستان ته د ښاغلي غني د سفر په وخت پاکستاني چارواکو د ۲۴ ساعتونو او ۴۸ ساعتونو په موده کې د یو شمیر ستونزو د حلولو وعده کړې وه چې تراوسه لا هم پرې عمل نه دی شوی.

خان جان الکوزي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې پاکستان ته د جمهور رئیس غني د سفر وروسته افغانستان او پاکستان یوازې د دواړو هیوادونو د سوداګرو لپاره د ویزې اسانیتیاوي برابري کړي دي.

ښاغلي الکوزي وویل "تراوسه دوه مسلې یوه د پاسپورټ او ویزې مسله ده چې د سوداګرو لپاره ډواړو خواو حل کړې ده ، او بله مسله د جواز مسله ده چې افغان سوداګرو نه یې په کراچۍ کې غوښته اوس جواز نه غواړي او په نورو نهه لس مسلو چې اتفاق شوې وو دوه مسلې یې حل شوي او پاتې نورې لا حل شوي نه دي".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خوني مرستیال وایي تر ټولو عمده مسلې چې د پاکستان له لارې افغان سوداګر ورسره مخ دي یوه یې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د مال د تشریح کولواو داګزامنیشن مسله ده چې اوس هم د پنځلسو نه تر شلو ورځو پورې وخت اخلي او بله مسله د کراچۍ د بندر نه تر پیښوره د افغان سوداګرو د مالونو په سر د زیاتې کرایې مسله ده چې یوازې د پاکستان د یوه ټرانسپورټي شرکت له لارې دا مالونه انتقالیږي.

ښاغلي الکوزي وویل" په بازار کې د یو موټر کرایه ده دوه لکه دوي له مونږ نه پنځه لکه اخلي دا یو ظالمانه حرکت دی د نړۍ په هیڅ ځای کې په ترنزیتي اصولو کې دا نشته چې د بهرنیو سوداګرو د مالونو لپاره به یو قانون جوړوئ او د خپلو خلکو لپاره به بل قانون".

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم مني چې ددواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ډیرې ستونزې هواري شوي نه دي خو د هغې نیټې پورې لا ورځې شته چې پاکستاني چارواکو یې افغان جمهور ریس ته د هوارولو وعده کړې ده.

اسلام اباد ته د افغان هیات سفر

ددغه وزارت ویاند مسافر قوقندي امریکا غږ ته وویل چې ډیر ژر به د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت یو هیات د ستونزو د هوارولو په سر د خبرو لپاره پاکستان ته لاړ شي.

ښاغلی قوقندي وایي چې اسلام اباد ته د هیات د سفر نیټه لا نه ده ټاکل شوې.

هغه وویل" هغسې چې مونږ یې غواړو اوس هم د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې ستونزې شته دی، انشالله باوري یم چې په راروانو ورځو کې به اسلام اباد ته د افغانستان د هیات د سفر وروسته دا ستونزې حل شي، ځکه چې پخپله د پاکستان صدراعظم نوازشریف د دغو ستونزو د هوارولو وعده کړې وه".

ښاغلی قوقندي وایي چې د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو د ستونزو د هوارولو لپاره تر ۹۰ ورځو پورې موده ټاکلې ده چې لا هم ډیرې ورځې په مخ کې دي اوهیله ده چې ستونزې به په دغه موده کې حل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خوني چارواکي وایي چې ټاکل شوي دا هیات به بله اونۍ د روانې عیسوي میاشتي په یودیرشتمه او یا هم د جنورۍ په لومړۍ ورځ اسلام اباد ته لاړ شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر انجینر دستګیر خان تیره اونۍ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې غواړي بل کال ته افغانستان سره د سوداګرۍ کچه دوه چنده زیاته کړي.

پاکستان حکومت هیله لري چې افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې به د اپتیکا د کمیسیون له لارې حل کړي د همدې له امله پاکستاني چارواکي د اپتیکا د غونډې د جوړیدلو غوښتنه کوي .

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپتیکا کمیسیون چې تر ډیره حده تخنیکي مسلو په باب کار کوي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د لاسلیک شوي ټړون اپټا له مخې جوړ شوی دی.

په افغانستان او پاکستان کې سیاسي او امنیتي ستونزو ددواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګرۍ هم اغیزه کړې ده.

په اوس وخت کې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د دوه نیم میلیارده ډالره په ارزښت راکړه ورکړه لري.

افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې تر دیرش فیصدو پورې یې پاکستان ته صادرات زیات شوي دي.

دا وزارت وایي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي سوداګرۍ سربیره هر کال تر اوه سوه میلونو ډالرو پورې د قاچاق له لارې هم راکړه ورکړه تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG