د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: په زرګونو افغان ماشومان په خطرناکه شرایطو کې کار کوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې تر دوه میلیونه پورې ماشومان کار کوي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې تر دوه میلیونه پورې ماشومان کار کوي

د بشري حقونو د ځارنې مؤسسه وايي چې په افغانستان کې په زرګونو ماشومان په داسې خطرناکو شرایطو کې کار کوي، چې د ناروغه کیدو، ټپي کیدو او حتی تلف کیدو سبب کیدای شي.

د بشري حقونو د څارنې مؤسسې په خپل رپوټ کې، چې عنوان یې دی «دوی ټول دردونه ګالي،» ویلي دي چې په افغانستان کې په هرو څلورو ماشومانو کې، چې د پنځو کلنو نه نیولې تر ۱۴ کلنو پوره عمر لري، یو یې کار کوي.

دغه مؤسسې ویلي دي چې ماشومان دغه کارونه د خپلو کورنیو سره د مالي مرستې لپاره کوي.

یوه افغانه ماشومه د خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره په سخت کار بوخته ده
یوه افغانه ماشومه د خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره په سخت کار بوخته ده

د بشري حقونو د څارنې مؤسسه دا هم ویلي دي چې داسې ماشومان هم شته چې په ساعتونه کار کوي خو د کار مزد نه ورکول کیږي.

د افغانستان حکومت دغه رپوټ نه مني. د کار، اجتماعي چارو، شهیدانو او معلولینو د وزرات ویاند فتح احمدزي ویلي دي ویلي دي چې د بشري حقونو د ځارنې د مؤسسې ارقام درست نه دي کومه سروي يې نه ده کړي.

په عین وخت کې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې تر دوه میلیونه پورې ماشومان کار کوي چې ځینې وختونه د کار کولو شرایط یې خطرناکه دي.

دغه کمیسیون زیاته کړې ده چې غربت، بې کاري او دوامداره جګړو ډیر شمیر ماشومان یتیمان کړي دي او دغه یو له هغو علتونه نه دی چې تنکي ماشومان یې مجبوره کړي دي چې کار وکړي.

د افغانستان د قوانینو په اساس، هغه ماشومان چې عمرونه یې تر ۱۴ کلنو کم وي اجازه نه لري چې کار وکړي.

خو، دغه په افغانستان کې دغه قوانین نه عملي کیږي او د افغانستان حکومت هم د دغسې ماشومانو سره د مرستې کوم پروګرام نه لري.

د بشري حقونو د څارنې مؤسسه دا مني چې افغانستان مالي مشکلات لري خو دا خبره هم کوي چې د ماشومان کار کول غربت دوامداره کوي او ماشومان د دې نه محرومه کوي چې تعلیم وکړي.

دغه مؤسسې د افغانستان د حکومت او نړیوالو تمویلونکو نه غوښتي دي چې د هغو تنکي ماشومانو د خوندیتوب لپاره دې سمدستې اقدامات وکړي چې د خطر نه په ډکو شرایطو کې کار کوي. مؤسسه ویلي دي چې حکومت او تمویلونکي دې ټولو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG