د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کي د ماشومانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه


په افغانستان کې څه د پاسه ۶ ملیون ماشومان له ښونځیوو نه بې برخې دي. ۴۶ په سلو کې نجوڼې په کم عمر کې ودونه کوي .د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د ماشومانو د ورځې په مناسبت په کم عمرکې د ودونو د مخنیوي کمپاین پیل کړو.

د ماشوم نړیواله ورځ په افغانستان کې ځای ځای ولمانځل شوه دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې څه د پاسه ۶ ملیون تنه ماشومان له ښونې روزني نه بی برخې دي چې د هیواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت ورته د (خطر سره مخ ماشومانو ) خطاب کړی دی .

لوږه ، بیروزګاري ، بې سرپرستي ، سخت او شاقه کارونه د ډیریو افغان ماشومانو د ورځني ژوندانه ملګري دي. خو د دې تر څنګ هغه څه چې د ماشومو افغانو نجوڼو تر ټولو غټه ستونزه ده . هغه په کم عمر کې ودونه دي چي له امله یی ماشومه په بیلابیلو رنځونو اخته کیږي او تر ډیره بریده د ماشوم د زیږون په مهال خپل ژوند هم له لاسه ورکوي .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونسیف) مشر ښاغلي اکیل لیر وایي سازمان یې سږکال د ماشوم د نړیوالې ورځې شعار (په کم عمر کې د ودونو مخنیوی )ټاکلی دی .

د ښاغلي لیر په وینا هر ماشوم حق لري خپل د ماشوم توب له خواږه عمر نه خوند واخلي خوپه کم عمر کې واده ډیری ماشومان له دغه خوند نه بې برخه کوي او په سختو کړاونو یې اخته کړي دي. هغه داسي وايي ،، په ټوله نړۍ کې له هرو دریو ښځو نه یوه یې تر ۱۸ کال نه په کم عمر کې واده کوي . خو دغه کچه په افغانستان کي خورا لوړه ده ۴. په سلو کې نجوڼې تر ۱۸ کلنۍ او ۱۵ په سلو کې تر ۱۵ کالو نه په کم عمر کې واده کوي دا د اندیښڼې وړ ده او باید د هغه په وړاندی اقدام وکړو.،،

د یونسف د اداري په وینا ددغه مبارزې لپاره باید ټول ماشومان ښونځو ته ورشي ، د ښځو د ملاتړ او خوندیتوب شبکې پیاوړي شي ، او باید ډاډ را منځته شي چې د هیواد قوانین د دغه مبارزې ملاتړ کوي چي دافغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا یواځې په کابل ښار کې ۳۷۰۰۰ تنه ماشومان په سړکونوکار کوي چې د هرو ۹ ماشومانو نه ۳ تنه یې د سوالګرۍ له لارې روزي ګټي .

دغه وزارت د ۵ کالو په اوږدو کې څه د پاسه ۳ ملیون تنه ماشومان خوندي کړي او ورنه یې ملاتړ کړې. خو د ښڼونکو په وینا دا ملاتړ هم د بې وزله ، بې کوره بې سر پرسته او لوږو ماشومانو د ژوندانه د ښه تیریدو لپاره چندانې اغیزمن ندي ثابت شوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند وايي د ماشومان د کار د منعې لپاره زیات شمیر نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن دی. هغه داسي وايي ،، موږ د ملګرو ملتونو ۱۸۲ کنوانسیون ځکه لاسلیک کړی چې د کار بد شکلونه او د ماشومانو کار په هیواد کې منعه کړو. زموږ اساسي قانون هم د ماشوم کار او بیا شاقه کار نه مني زموږ قوانین تر ۱۸ کلنۍ د ماشوم کار ته اجازه نه ورکوي.،،

خو د دغو قوانینو سره سره افغان ماشومان کار کوي او حتا شاقه کار هم کوي د خښټو په بټیو کې کار ، مستري ګري ، موټر وینځل، خیاطي او هر کار چي په مخ ورشي د خپلو کورنیوو د تمویل په خاطر یې کوي.

محمد غني همداسې یو ماشوم دی هغه موټرونه وینځي او داسي وايي ،، ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار کوم پلار می کاردرلود خو هغه یی له کاره ایستلی دی زه ۱۲ کلن یم او په کورنی کی مو ۱۴ تنه شته دی،،

وړوکې مصطفی بیا د ۹ کالو دی او د خیاط شاګرد دی. هغه داسي وايي ،، له خیاط سره شاګرد شوی یم چی یو څه زده کړم او کورنۍ ته کار وکړم موږ په کورنی کی ۷ تنه یوو او یواځی پلار می کار کوي.،،

افغان ماشومان وايي د ځان په شان خپل ډیری ملګری هم وینی چي کار کوي او د کورنی لپآره روزي ګټي او ځینو لپآره خو زده کړه او ښونځۍ یوازی یو ارمان دی او بس .
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG