د لاس رسي وړ اتصالات

هوجینتاو: مونږ د افغانستان سره صادقانه مرستې ته ژمن یو


په داسی حال کې چې د افغانستان او چین مشرانو پر دې هوکړه وکړه چې خپل مینځي سوداګري، مرستې ، پانګه اچونه او په امنیتي چارو کې همکاري به زیاته کړي، د چین ولسمشر نن د جمعې په ورځ د افغانستان سره د صادقانه مرستو ژمنه وکړه.

د چین ولسمشر هوجینتاو افغان ولسمشر حامد کرزي ته د چین په پارلمان کې وویل چې چین به د افغانستان سره په داسي حال کې چې دغه هېواد یوې حساسي عبوري دورې ته ننوزي، مرسته وکړي.

،،اوس افغانستان د عبوري دورې یو مهم پړاو ته ورننوتی. چین د افغانستان یو با اعتماد ګاوندی او ملګری هېواد دی. اوس او په راتلونکې کې به چین د افغانستان سره خپل هغې پالیسۍ ته ژمن وي چې موخه یې د افغانستان سره د دوستانه اړیکو وده ده او دغه هېواد به د افغانستان سره صادقانه مرستو ته ادامه ورکړي.،،

چین په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې اکثره بهرنۍ او امریکايي قواووې وځي د یوه غټ نقش دپاره ځان برابروي.

دواړو مشرانو د ستراتیژیکو همکاریوو یو تړون هم لاس لیک کړی چې په لړ کې یې چین هوډ کړی چې په افغانستان کې به د چین پانګه اچونه زیاته کړي، ددغه هېواد بنسټونه به جوړ کړي او افغان زده کونکو ته به د تحصیل بورسونه برابر کړي. چین دغه راز سږکال د افغانستان سره د ۲۴ میلیونو ډالرو مرستې اعلان هم وکړ.

ولسمشر کرزي د چین د ولسمشر د میلمه پالنۍ څخه مننه وکړه .

د یوې ګډې بیانیې په ترڅ کې دواړو خواوو افراطیت، ترهګري، تنظیم شوي جرایم او د بیلتون غوښتونکو تحریکونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG