د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: چین د افغانستان په بیارغاونې کې لوی رول لوبوي


د چین د وشي ولایت والي مېرمن هونګ لیکسین جمهور رئیس کرزي ته هرکلی ووایه

د چین د وشي ولایت والي مېرمن هونګ لیکسین جمهور رئیس کرزي ته هرکلی ووایه

د اسیایي هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو او اعتماد منځته راوستلو د سازمان د مشرانو څلورمه سرمشریزه غونډه د سې شنبې په ورځ په رسمي ډول په شانگهای کې پیل شوه.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د سې شنبې په ورځ د چین د دولتي تلویزیون سي سي تي وي سره د یوې ځانگړې مرکې په ترڅ کې په هیواد کې په دریو برخو کې د چین د مرستو د اهمیت په هکله خبرې وکړې.

په دې مرکه کې جمهور رئیس کرزي د چین د جمهور رئیس شي جنیگ پنگ سره لیدنه موثره وبلله.

ښاغلي کرزي د دواړو هیوادونو د اړیکو په هکله وویل " چین افغانستان ته د پرمختگ په راوستلو کې کلک شریک دی. چین لومړی هیواد وو چې په افغانستان کې ېې پانګونه او د مسلکي افغانانو په روزنه کې ېې مرسته کړې ده. نو چین داسې یو ملگری دی چې د افغانستان په بیارغاونې، په افغانستان کې د مسلکي خلکو روزنې او په افغانستان کې د روزنیزو مرکزونو جوړونې کې مرسته کړې ده."

د افغانستان او چین د جمهورو رئیسانو لیدنه
د چین جمهور رئیس د دوشنبې په ورځ د افغان ولسمشر سره په لیدنه کې وویل چې چین به په خپل وس کې د افغانستان د بیارغاونې او د مرکزي اسیا له هیوادونو سره په گډه د ورېښمو د لارې د اقتصادي کمربند د انکشاف په برخې کې مرسته وکړي.

جمهور کرزی د چین د ولسمشر ددې څرگندونې هرکلی وکړ "په مدرنه مفهوم کې د وریښمو لاره یو تاریخي حقیقت دی چې د سیمې د پولو د پرمختیا دپاره ډیر اړین دی. افغانستان د دوو دلیلونو دپاره د چین د ولسمشر د دغه وړاندیز ملاتړ کوي. اول دا چې د وریښمو د لارې وده د سیمې دپاره او د نړۍ او په خاصه توگه د اروپا او لویدځ سره د دې سیمې د نښلولو دپاره مهم دی. دویم دا چې د وریښمو لاره به د افغانستان تر څنگ چین ته هم گټه رسوي."

د چین ولسمشر وویل چینايي شرکتونه به په افغانستان کې په دې شرط د پانګه اچونې لپاره وهڅوي چې په افغانستان کې دمیشتو چینایانو امنیت وساتل شي. جمهور رئیس شي ژمنه وکړه چې د افغانستان سره به د سخت دریځۍ او ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې هم مرسته وکړي.

د ارگ د یوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي کرزي د سې شنبې په ورځ چین ته د خپل سفر په دریمه ورځ ددغه هېواد د (وشي ) له ښار څخه لیدنه وکړه او جمهور رئیس او ملګري پلاوي ته یې د (وشي) ولایت د والي مېرمن هونګ لیکسین او نورو چارواکو لخوا تود هرکلی وویل شو.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان جمهور رئیس د چین په شانګهای کې د آسیایي هېوادونو ترمنځ د متقابلو همکاریو او اعتماد جوړولو د سازمان د مشرانو د غونډې په درشل کې د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د افغانستان جمهور رئیس په داسې حال کې د روسیې له ولسمشر سره ګوري چې د اوکراین د کړکیچ له امله د مسکو او لویدیځ اړیکي خړې پړې شوي دي.

د روسیې او چین همکاري
ددې تر څنگ د سه شنبې په ورځ د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په شانگهای کې له خپل چینایي سیال شي جینگ پنگ سره د همکاریو یو شمیر تړونونه لاسلیک کړل.

ښاغلي پوتین او ښاغلي جینگ پنگ د انرژۍ، ترانسپورت او زیربنایي پروژو په برخه کې ۴٩ معاملې لاسلیک کړې، خو په دې غونډه کې په دې هکله نور جزئیات ندي ورکړل شوي.

د چین ولسمشر په دې هکله وویل "مونږ د روسیې او چین تر مینځ د عملي همکاریو کیفت ته ډېر اهمېت ورکوو. مونږ به په پراخه کچه د ستراتیژیکو همکاریو غټې پروژې پېل کړو څو زمونږ د هیوادنو قوت او په نړۍ واله کچه ددواړو موثرېت او سېالي بهتره کړي."

ښاغلي پوتین د چین د جمهور رئیس په خبرو باندې تاکید وکړ او د دواړو هیوادو ترمینځ همکاري ېې د سیمې او نړیوالې سولې او ثبات لپاره ډېره مهمه وبلله.

ښاغلي پوتین وویل "د دواړو هیوادو د پوځونو تر مینځ همکاري ډیره مهمه ده او د دواړو هیوادو د دفاع د وزیرانو ترمینځ همکاري هم ډېره مهمه ده. دغه همکاري د سیمه ئېزې اونړۍ والې سولی او ثبات لپاره ډېر اهمېت لري"

د روسیې یوه ویاند وویل چې د روسیې او چین ترمنیځ د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت د طبعي گازو موافقه چې اټکل ېې کیدو، تر اوسه لا نده لاسلیک شوې.

ښاغلي پوتین هیله من دی چې خپلې صادراتي معاملې د اسیايی هیوادونو سره وغزوي او د خپلو گازو لپاره چې دا مهال ېې اروپا ته لیږي په اسیا کې بازار پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG