د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوست: د کرزي د حکومت خاص مامورین د سي آی ای دپاره کار کوي.


واشنګټن پوست: د کرزي د حکومت خاص مامورین د سي آی ای دپاره کار کوي.

واشنګټن پوست: د کرزي د حکومت خاص مامورین د سي آی ای دپاره کار کوي.

د امریکا د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی چی د جمهوررئیس حامد کرزي د حکومت یو خاص شمیر مامورین د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې ( سي آی اې ) تنخواه خوره دي.

دغي ورځپاڼي د امریکا د برحالو او پخوانیو مامورینو له قوله چي نومونه یې نه دي ذکر کړي ویلي دي چی د کرزي همکارانو ته د امریکا معاشونه د اوږدې مودې را په دې خوا ورکول کیږي. ورځپاڼي ویلي دي چی د افغاستان ځیني مامورین د سي آی اې د جاسوسانو په توگه کار کوي او ځینو نورو ته ټاکلي معاشونه ورکول کیږي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وایی چی سی آی اې دا معاشونه او پیسې د امریکا د ځینو چارواکو د هغو اندیښنو سره سره چی وایي دغه استخباراتي اداره د افغان رشوتخورو مامورینو ملاتړ کوي، دغو خلکو ته ورکوي.

د سي آی اې نطاق ( پال گي میگ لیانو ) د افغان چارواکو سره د سي آی اې د اړیکو درلودلو په باب د امریکایي چارواکو دا نظر رد کړی او دغي ورځپاڼي ته یې ویلي دي چی « داسي ښکاري چی د ځینو گمنامو منابعو نه یوه یې یا بیباکه شوې، یا بد نیت لري اویا یې دغه دواړه پیدا کړي دي. »

ددغو تورونو په باب تر اوسه د افغانستان د حکومت له خوا څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG